لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: د افغان امنیتي ځواکونو په داخلي حملو کې ۸۲ فیصد اضافه شوې


د وي او ای رپورټ وايي سیګار ته اجازت نیشته چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلقاتو مکمل شمېرې وړاندې کړي ځکه امریکايي ځواکونه د افغان حکومت په غوښتنه دغه معلومات کلاسېفایډ یا خفیه ساتي
د وي او ای رپورټ وايي سیګار ته اجازت نیشته چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلقاتو مکمل شمېرې وړاندې کړي ځکه امریکايي ځواکونه د افغان حکومت په غوښتنه دغه معلومات کلاسېفایډ یا خفیه ساتي

په افغانستان کې د بیا رغونې د امریکايي هلو ځلو د څارنې ادارې سیګار کانګرس ته په خپل تازه رپورټ کې ویلي د افغان امنیتي خواکونو په داخل کې حملې ۸۲ فیصد زیاتې شوي چې په نتیجه کې یې د سږ کال په لومړو څلورو میاشتو کې ۱۱۵ عسکر وژل شوي او ۳۹ نور زخمیان شوي‌ دي.

کانګرس ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وړاندې کړی شوي رپورټ کې سیګار وویل د سږ کال تلفات د تېر کال د دغې مودې نه ډیر زیات وو.

د وي او ای رپورټ وايي سیګار ته اجازت نیشته چې د افغان امنیتي ځواکونو د تلقاتو مکمل شمېرې وړاندې کړي ځکه امریکايي ځواکونه د افغان حکومت په غوښتنه دغه معلومات کلاسېفایډ یا خفیه ساتي.

د سیګار په رپورټ کې وېل شوي چې د جنورۍ د لومړۍ نېټې نه د اپرېل د لومړۍ نېټې پورې د افغان امنیتي ځواکونو په داخل کې ۳۱ حملې وشوې او د تلفاتو کچه یې د تېر کال په مقابل کې دوچنده زیاته وه.

د وي او ای رپورټ وايي د افغان ځواکونو په داخلي حملو کې زیاتره طالب وسله وال ککړ وي او حمله کوونکي طالب وسله وال ځانونه د عسکرو غړي څرګندوي.

سيګار کانګرس ته خپل رپورټ په داسې وخت ورکړی چې په افغانستان کې باقې پاتې ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونو د انخلا عمل شروع کړی دی او د سږ کال د سېپټمبر د ۱۱ نېټې پورې به یې سر ته ورسوي او دا ډول به د امریکې په تاریخ کې تر ټولو اوږد بلل شوی جنګ سر ته ورسي.

سیګار وویل د امریکايي ځواکونو د انخلا تر څنګ به هغه ۱۷۰۰۰ د امریکې د دفاع وزارت قراردادي کارکوونکي هم د افغانستان نه ستنېږي چې په افغانستان کې د دفاع وزارت په عملیاتو کې خدمات ترسره کوي، چې پکې د ۶۱۴۷ د نورو ملکونو کارونکي او ۴۲۸۶ افغانان هم شامل دي.

سیګار وویل دا نه ده معلومه چې افغانستان نه د قراردادي کارکوونکو د وتلو وروسته به د دوی په ځای څوک کار کوي او که نا؟

سیګار وویل که چېرې قراردادي مرسته نه وي نو د افغانستان د هوايي پوځ جنګي جهازونه د جنګي عملیاتو دپاره یوازې یو څو میاشتې تیار ساتل کېدی شي او دا هم په ملک کې دننه د الاتو او پرزو تعداد ته اړتیا لري.

کانګرس ته خپل رپورټ کې سیګار وویل چې د امریکې د دفاع قراردادي کارکوونکي افغان امنیتي ځواکونو ته موټرې ورکوي او د دغو موټرو د ساتنې دپاره مقامي مستریان (ټېکنېشېنز) تربیه کوي. رپورټ وویل که څه افغان امنیتي ځواکونو د دغو موټرو د مرمت صلاحیت زیات کړی او د وړاندې په مقابل کې زیاته برخه کار کوي دغه کچه اوس هم ډیره کمه ده او هغه کار چې افغان امنیتي ځواکونه یې باید خپله ترسره کړي قراردادي کار کوونکي یې کوي.

تېر کال د امریکې او طالبانو د امن معاهدې په بنیاد امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستنېږي. د معاهدې دلاندې طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده سره به تعلق ختموي، د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ استعمال ته نه ورکوي او د افغان حکومت سره به د اینده حکومت دپاره خبرو کې کښېني.

د امریکې او د طالبانو د معاهدې نه پس په قطر کې بېن الافغان مذاکرات شروع شوي دي خو څېړونکي وايي دغه مذاکرات د جمود ښکار شوي‌ دي او د وي او ای رپورټ وايي دا ویره څرګندیږي چې که چېرې په مذاکراتو کې پرمختګ ونشو نو د خارجي ځواکونو د وتلو وروسته به خون ریزي شروع شي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکايي پوځي چارواکو دا خبره منلې که چېرې امریکې د افغان حکومت سره ملاتړ ختم کړو نو حکومت به د طالبانو د پېش قدمۍ په مخ راړنګ شي.

په امریکا کې د ۹/۱۱ نه پس په افغان جنګ کې وېل کېږي چې قریباً ۲۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې د یوې غېر حکومتي امریکايي ادارې د شمېرو ترمخه پکې ۷۱۳۴۴ ملکي کسان، ۲۴۴۲ امریکايي عسکر، ۷۸۳۱۴ افغان پوځي او د پولیس عسکر، ۸۴۱۹۱ وسله وال شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG