لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او جنوبي کوریا د روس او د شمالي کوریا په پوځي همکارۍ د تشویش اظهار کړی


روس ته د سفر په موقع د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون شاهانه هرکلی وشو. د روس صدر ولادېميرپوټن پخپله د شمالي کوریا مشر ته د روس د راکټونو چلولو جدید ترین مرکز وښودلو چې د روس په لري پرته مشرقي سیمه کې پروت دی
روس ته د سفر په موقع د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون شاهانه هرکلی وشو. د روس صدر ولادېميرپوټن پخپله د شمالي کوریا مشر ته د روس د راکټونو چلولو جدید ترین مرکز وښودلو چې د روس په لري پرته مشرقي سیمه کې پروت دی

د امریکې او د جنوبي کوریا چاروکو د روس او شمالي کوریا په پوځي تعلقاتو کې د زیاتوالي په امکان تشویش څرګند کړی او د امریکې د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي ویلی یو ملک ته هم نه دي پکار چې د هغه په قول د اوکرانیانو په وژلو کې د روس مرسته و کړي.

د روس صدر ولادېمیر پوټن او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون د شورو، چهارشنبې، په ورځ په روس کې د ملاقات په مهال دوه اړخیزه پوځي همکارۍ د زیاتولو په موضوع خبرې وکړې.

د شمالي کوریا د ګاونډي ملک جنوبي کوریا د خارجه وزارت ترجمان لېم سوو سوک د کېم او پوټڼ د ملاقات په اړه د زیارت، پنجشبې، په ورځ وویل چې د هېواد صدر به يې د روس او د شمالي کوریا د پوځي تعلقاتو مسله دا میاشت د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په غونډه کې اوچتوي.

جنوبي کوریا د خفګان اظهار وکړو چې کېم او پوټن په پوځي همکارۍ او د سیارو په جوړولو هم خبرې وکړې.

روس ته د سفر په موقع د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون شاهانه هرکلی وشو. د روس صدر ولادېميرپوټن پخپله د شمالي کوریا مشر ته د روس د راکټونو چلولو جدید ترین مرکز وښودلو چې د روس په لري پرته مشرقي سیمه کې پروت دی. د رپورټونو ترمخه دواړو مشرانو په دې امکان هم خبرې وکړې چې روس به د شمالي کوریا خلابازان خلا ته لېږي او کېم د راکټونو په باره کې تفصیلي پوښتنې وکړې.

کېم سره د ملاقات نه پس پوټن د روس سرکاري ټېلې وژن ته وویل چې شمالي کوریا سره د پوځي همکارۍ امکانات موجود دي، د دې باوجود چې دواړه ملکونو د پابندیو ښکار دي.

د امریکې د نېشنل سېکیورتي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي
د امریکې د نېشنل سېکیورتي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي

کېم وویل روس سره تعلقات به خپله وړمبۍ ترجیح جوړوي. هغه دا خبره واضحه کړه چې په اوکراین د یرغل په لړ کې د روس حمایت کوي. هغه وویل د هغو ټولو اقداماتو يې په مکمله توګه او د بغیر د څه شرط د حمایت اظهار کړی دی چې روسي حکومت او صدر پوټن اخیستي دي.

که پوټن او کېم په خپلو زیاتېدونکو پوځي تعلقاتو خوشحالي وکړه نو واشنګټن پې د تشویش اظهار وکړو.

د امریکې د نېشنل سېکیورتي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي وویل پکار نه ده چې یو ملک هم د روس امداد وکړي.

جان کربي وویل "په دې ځمکه هېڅ یو ملک، هېڅ څوک، باید د پوټن مرسته و نه کړي چې معصوم اوکراینیان ووژني. او که څوک د څه قسمه وسلې د معاهدې سره مخته درومي نو څرګنده خبره ده چې مونږ به يې په پام کې نیسو او مناسبه معامله به ورسره کوو."

د امریکې خارجه وزات یا سټېټ ډپارټمنټ هم د پوټن او کېم د ملاقات په اړه اندېښمني څرګنده کړه.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر وویل "زه به ووایم چې دا د تشویش خبره ده کله چې تاسو وینئ چې روس شمالي کوریا سره په داسې پروګرامونو د همکارۍ خبره کوي چې د ملګرو ملتونو د سېکيورټي کاونسل د هغو قراردادونو خلاف ورزي به کوي چې خپله روس يې په حق کې ووټ ورکړی دی."

د انټرنېشنل اېنسټېټیوټ فار سټرېټيجېک سټډیز څېړونکي مارک فېټس پېټرېک وي او ای ته وویل که د روس او شمالي کوریا معاهده د دواړو ملکونو دپاره ګټه ده خو د دنیا او سیمې د ثبات دپاره د تشویش وړه خبره ده.

فېټس پېټرېک "ځما په فکر دا اهمه خبره ده چې دوی په خلايي مرکز کې ملاقات وکړو. او دا د ې نخښه هم ده چې شمالي کوریا دغه ډول ټېکنالوجي غواړي په داسې حال کې چې د شمالي کوریا دوه جاسوسي سیارې ناکامه شوې دي. شمالي کوریا داسې مرستې ته ضرورت لري."

فېټس پېټرېک وویل په دې څه شک نشته چې شمالي کوریا به روس ته د توپخانې او د ټېنک ضد ګولې ورکوي چې په اوکراین کې به د روس مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل که یو ملک د شمالي کوریا سره څه قسمه همکاري هم کوي نو پکار ده چې د هغو پابندیو احترام وکړي چې سکيورټي کاونسل نافذ کړي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG