لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د متحده قومونو استازی: د افغانستان واکمن طالبان باید د خلکو حقونه تسلیم کړي


رچرډ بېنېټ په هغه تورونو هم ژوره فکر مندې ښکاره کړلې چې پکې ویلی شوي طالبان پنجشیر کې مخالفین په هدف کوي، دوي د عدالتونو پرته وژني، سزاګانې ورکوي، تشدد پرې کوي په جبري توګه دوي له خپلو کورونو بې کوره کوي

د بشري حقونو د پاره د اقوام متحده خصوصي استاذي رچرډ بېنېټ ویلي د بشري حقونو د سختو د سرغړونو له وجې افغانستان د یوشمېر مسلو سره مخامخ دی او د هېواد واکمن طالبان باید د خلکو حقونه تسلیم کړي.

بل خوا داعش د شورو چارشنبې په ورځ افغانستان کې د هغه بریدونو ذمه واري منلې ده چې پکې د طالبانو د حکومتي ذمه دارانو له خلې تر 15 پورې کسان وژل شوي وو.

د افغانستان د یوشمېر ولایتونو د لس ورځني سفر په پایه کې د یو خبري کانفرنس په وخت رچرډ بېنېټ وویل

« افغانستان کې د انساني حقونو په راکمېدو او د اولسي ژوند نه د ښځو د کردار ختمولو د پاره پورته کړی شوو ګامونو باندې سختې اندېښنې لري او په طالبانو یې زور راوړی خپل قول او فعل کې باید تضاد ختم کړي او د خلکو بشري حقونه ومني»

هغه د خبري کانفرنس په وخت زیاته کړه دا وخت افغان ښځې د واکمنو له وجې د یوشمېر ستونزو سره مخ دي جینکو ته د شپږم ټولګي نه بره د تعلیم، ددوي ته د ازادانه ګرځېدو او وېنا اجازت نه ورکړی کېږي او ددې خبرو مقصد ښځې په ټولنه کې پټول دي.


نوموړي افغانستان کې د ښځو جینکو او بشري حقونو په سر غړونو دا تازه اندېښنې په داسې حال کې ښودلي چې د نوموړي سفر دپېل سره سم طالبانو په افغانستان کې د پردې شرطونه نور هم سخت کړي او د هغه ښځو لپاره یې هم د مخونو پټول لازمي کړي چې د ټي وي په سکرین راځي.

رچرډ بېنېټ په هغه تورونو هم ژوره فکر مندې ښکاره کړلې چې پکې ویلی شوي طالبان پنجشیر کې مخالفین په هدف کوي، دوي د عدالتونو پرته وژني، سزاګانې ورکوي، تشدد پرې کوي په جبري توګه دوي له خپلو کورونو بې کوره کوي.

هغه وویل د واکمنو دغه ګامونه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

رچرډ بېتېټ په افغانستان کې دداعش په تازه بریدونو هم اندېښنې وښودلې چې د هغه په وېنا هزاره او د صوفیانو ټولنې پکې په هدف کېږي.

داعش نن د یو ټیلي ګرام د لارې پرون د شورو چارشنبې په ورځ په بلخ مزار شریف او کابل کې د هغه څلورو چاودنو ذمه واري منلې ده چې د طالب چارواکو له قوله 15 کسان پکې مړه او تر دېرشو زیات ژوبل کړی شوي دي.

د افغانستان د پاره د امریکا ځان ګړې استاذې رینا امیري هم په ټوېټر دداعش په بریدونو غبرګون ښودلی او د خپلو اندېښو څرګنونو په وخت یې ویلي په مزار شریف او کابل کې د تازه بریدونو مقصد له وړاندې نه ځورل شوي افغانان نور هم ازارول دي.

XS
SM
MD
LG