لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی د پاکستان او يورپي هيوادونو سفر کوي


څیړونکي د امریکايي استازي دغه سفر مهم بولي او وايي دا سفر ځکه هم اهم دی چې پاکستان دا وخت د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی
څیړونکي د امریکايي استازي دغه سفر مهم بولي او وايي دا سفر ځکه هم اهم دی چې پاکستان دا وخت د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويليد افغانستان د پاره د امریکا ځانګړی استازې تومس ویسټ د جنورې د ۲۹مې نه د څلورمې فرورۍ پورې د پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ د يوې اوونۍ سفر کوي او نوموړی به د ملګرو او د بشري مرستو له موسسو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.

پاکستان د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي خو څیړونکي د امریکايي استازي دغه سفر مهم بولي او وايي دا سفر ځکه هم اهم دی چې پاکستان دا وخت د امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د نړیوالو چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر اعجاز خټک وايي، امریکا غواړي چې طالبان د ښځو او نورو معاملاتو کې نرمي راولي خو زیات توجه به یې په دې وي چې په افغانستان کې کوم ترهګر تنظیمونه اوس هم شتون لري طالبان دې د دوې په ضد عملیات وکړي او پاکستان دې د دې دپاره خپل اثر چې څومره هم دی استعمال کړي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، بله خبره به د امریکې دا هم وي چې پر طالبانو خو فشار واچوي خو ورسره ورسره افغانستان دې چین اړخ ته ډطر جوخت نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زداري روس ته رسیدلې او د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف سره یې لیدلي او په دوه اړخیزه اړیکو یې خبرې شوي دي.

څيړونکي وايي چې د اقتصادې اړیکو تر څنګ پاکستان او روس په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له اړخه د نړیوالې ټولنې سره د شوو ژمنو د عملي کولو او له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د ژمنود پرمختګ باندې خبرې کولی شي.

پروفیسر اعجاز خټک دا هم وايي چې پاکستان په اوسني وخت کې د اقتصادې بحران ښکار دی او هڅه به کوي چې امریکا او روس په څېر لوې هیوادونه په دې بدل کې د دوې مرستې وکړي.

د بلاول بټو زردارې او سرګې لاوروف تر لیدنې مخکې د روس د بهرنیو چارو وزارت په یو ټویټ کې ویلي چې دواړه جګپوړي ډیپلوماتان به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان، سوریې او اوکراین د وضعیت په ګډون پر یو شمېر سیمه ییزو موضوعاتو خبرې وکړي.

تیره اوونۍ د افغانستان د پاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د پاکستان سفر کړی وو.

څيړونکی پروفېسر حسن عسکري وايي، نړیواله ورورولي د افغانستان په حالاتو اندېښنې لري. په نړیواله کچه ګڼل کیږي چې پاکستان اوس هم افغان طالبانو باندې اثر لرلی شي. خو د دوې تر مخه پاکستان په اوسني وخت کې تر ډېر حده مجبوره ښکارې ځکه چې د تحریک طالبان پاکستان په لړ کې د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان سره مرسته نه کوي هم د دې له امله په ورستیو کې په پاکستان کې هم د تندروۍ پیښې زیاتې شوي دي.

د څيړونکو په خبره په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وروستیو فرمانونو نه یوازې نړیواله ټولنه او مرستندويه ادارې مایوسه کړي، بلکې په ټول افغانستان کې یې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو ته دوام ورکول خورا ستونزمن کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG