لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوټن د شام په لانجه د امریکا په دریز نېوکې کړي


د روس صدر دغه بیان پداسې حال مخې ته راغلې چې شام باندې هوائي حملو لپاره ضابطه اخلاق پحقله یوه ورځ وړاندې روس او امریکا ترمینځه د خبرو اترو دریم پړاو سر ته رسیدلې دې. په شام دا وختې روس او امریکا بیل بیل هوائي کمپائنونه روان دي. روس او امریکا د شروع په ورځ د ویډیو کانفرنس په وخت ویلي پدغو هواېي بریدونو کې پرمختگ شویدې. د شورو په ورځ ماسکو ویلي وو په جگړه ځپلې شام کې د زیات پوځي همکارۍ پحقله د خبرو اترو وړاندیز واشنګټن رد کړې او امریکا په شام کې د روس هوائي کمپائن په سختو ټکو کې غندلې.

د روس انټر فېکس خبري ایجنسۍ نن پخپل یو رپورټ کې ویلي چې ښاغلې پوټن په امریکا نېوکې کړي چې که امریکا پدې مهمه موضوع د خبرو اترو نه انکار کوي نو بیا څنگه امریکائي چارواکي د روس په پوځي عملیاتو ټکونه کوي. ښاغلې پوټن زیاته کړی دې دوي ګڼي دا یو غیر تعمیري سوچ دی.

د امریکا د خارجه چارو وزارت یو ویاند تېره اونۍ وېلي وو هغه سره د دغه خبرو اترو وړاندیز پحقله زیات معلومات نشته. ښاغلي جان کربي دا هم زیاته کړې وه چې امریکا د روس سره خبرو اترو په لړ کې رضامندي خودلې ده. د شام لپاره د ملګرو ملتونو استاذي سټافن ډي مسټورا بیا هسې کوي د شام د شخړې سیاسي حل لپاره دې امریکا او روس یو شان دریز ولري.

د شام حکومتي ټیلي ویژن او فعالین واېي د شام حکومتي عسکرو سره په یو برید کې مرستو په لړ کې روسي جنگي جهازونو نن په مرکزي حمس ایالت کې هواېي بریدونه ترسره کړي. د سرکاري ټي وي ترمخه شامي پوځ مرکزي ښار حما ته نزدې خلدیا نومي کلي کنړول ترلاسه کړی او حمس ښار ته نزدې ئې گنړ شمیر تندلاري وژلې دي.

په برطانۍ کې مېشت د شام د بشري حقونو د ثارنې تنظیم سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس ویلې دي چې روسي جنگي جهازونو د یاغیانو کنړول لاندې کلي تلبیسه باندې خوا او شا ١٥ هوائي بریدونه ترسره کړیدي چې پکې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او پدغو کې کې ٦ تندلاري وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG