لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي په نړۍ کې د انساني حقونو صورتحال خراب شوی دی


چین وايي په سنکیانگ کې د مذهبي تندورۍ سره مخامخ دی او د امنیتي گامونو هدف د ترهگرۍ مخه نیول دي
چین وايي په سنکیانگ کې د مذهبي تندورۍ سره مخامخ دی او د امنیتي گامونو هدف د ترهگرۍ مخه نیول دي

د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ په نړۍ کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل کلیز رپورټ کې ویلي د بشري حقونو سرغړونې او د قانون خلاف ورزۍ نورې زیاتې شوې دي.

سټېټ ډپارټمنټ د کال ٢٠١٨ په رپورټ کې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د انساني حقونو صورتحال ته کتنه کړې ده چې پکې د افغانستان او پاکستان په شمول ایران، په چین کې د ویغورو صورتحال، وېنزوېلا او نور هېوادونه شامل دي.

د ایران په اړه رپورټ وايي د انساني حقونو په لحاظ د ایراني حکومت کارکردگي ډیره خرابه وه او په یو شمېر مدونو کې حالات نور هم خراب شوې دي.

په رپورټ کې د ایرانۍ مېرمن نسرین ستوده ذکر شوی دی. هغه په پېشه وکیله ده او د سیاسي قیدیانو د مقدمو پېروي کوي. تېر کال د لازمي حجاب قانون دلاندې ونیول شوه او ٣٨ کاله د قېد او د ١۴٨ کوړو سزا ورته اورول شوې ده.

مېرمن ستوده ته د اورول شوي سزا په اړه د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان رابرټ پېلاډینو وویل دغه د بربریت نه هم زیاته سزا ده.

د انساني حقونو په اړه د سټیټ ډپارټمنټ په رپورټ کې په ایران کې د خلکو په زور بې د درکه کېدلو، د مقدمو بغیر خلکو ته د سزاگانو، د خلکو په شخصي ژوندونو کې د بې ځایه مداخلې، د رای او د مطبوعاتو په ازادۍ د قدغنونو هم ذکر شوی دی.

ایراني مامورینو په هېواد کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو رپورټ ردوي او کتنه به دا وي چې تهران د سټیټ ډپارټمنټ ورستي رپورټ په اړه څه دریځ څرگندوي.

د چین په اړه د سټیټ ډپارټمنټ رپورټ وايي د چین حکومت په مغربي سنکیانگ صوبه کې د ویغور مسلمانانو په اجتماعي توگه د نیولو کمپاین نور هم چټک کړی و. رپورټ وايي چینايي مامورینو د ٨٠٠٠٠٠ او عن تر د دوو مېلینو پورې ویغور، قزاق او نور مسلمان نیولي او کېمپونو ته یې لېږلي چرته چې د دوي د "مذهبي او قامي" شناخت د ختمولو کوښښونه کېږي. چین خپلې تگلارې ته ري اېجوکیشن یا بیا تعلیم وايي.

د امریکې خارجه وزیر مایک پامېیو وویل چین د انساني حقونو د خپلو قوانینو هم خلاف ورزي کوي.

د سټیټ ډپارټمنټ رپورټ د چین په اړه نور وايي په هېواد کې په خبریالانو او وکیلانو مجرمانه حملې کېږي، د مذهب په ازادۍ سختې پابندۍ لگول شوې دي. د تبت په سیمه کې د خلکو په تگ راتگ، د خلکو په یوځای کېدو او د رای په ازادۍ بندیزونه لگول شوې دي.

چین په سنکیانگ کې د ویغورو سره حکومت د بدې روېي رپورټونه ردوي او د هېواد په داخلي چارو یې کې لاس گڼي.

چین وايي په سنکیانگ کې د تندورۍ او د بې امنۍ د مسلې سره مخامخ دی او دې لړ کې اقدامات کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG