لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټیو بېنن، د صدر ټرمپ پخوانی مشیر، د مبینه مالي درغلۍ په الزام نیول شوی


سټیوبېنن
سټیوبېنن

د امریکې د انصاف وزارت ویلي سټیوبېڼن، د صدر ډانلډ ټرمپ پخوانی مشیر، او درې نور کسان په دې الزام نیول شوي دي چې د مېکسیکو سره په پوله د دېوال جوړوولو دپاره جمع شوي سلګهاو رزګونه ډالرې یې د زاتي اخراجاتو او د دیوال شخصي برخو په جوړولو مصرف کړي دي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي سټیوبېنن، براین کالفېج ، اېنډریو باډلاټو او ټمتي شي د "وي بلډ د وال" یعنی مونږ دیوال جوړوو، نومې کمپېن دلاندې چې کومې پېسې جمع کړې وې د دېوال شخصي برخو په جوړوولو او په شخصي اخراجاتو مصرف کړي دي.

رپورټ وايي وي بلډ د وال کمپېین دلارې ۲۵ مېلن ډالر جمع شوي وې.

په نیول شویو کسانو د نیویارک په یو عدالت کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ فرد جرم ولګول شوو.

د وي او ای په رپورټ کې دا نه وو وېل شوي چې د نیول شویو کسانو او یا د دوی د وکیلانو د مالي درغلۍ د الزاماتو په اړه څه دریځ و؟

سټیو بېنن په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ مشیر و خو په کال ۲۰۱۷ کې د دندې څخه لرې کړی شو.

د انصاف وزارت وویل ملزمان په مبینه درغلۍ کې ککړ دي، د پېسو د استعمال په اړه یې د غلط بیانۍ نه کار اخیستی دی، مني لانډرنګ یې کړی، یعنې غیرقانوني پېسو ته یې قانوني رنګ ورکړی او د خپلو جرمونو پټوولو دپاره یې نه د قانون او نه هم د حقایقو خیال ساتلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG