لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د خطر سره مخامخ افغانان چې ملک پرېښودل غواړي امریکې يې د راوېستلو عمل ګړندی کړی


د امريکا د خارجه چارو وزارت د يو ايس چارټرډ پروازونو په اړه د څه ويلو نه ډډه کړې خو يو وياند يې ويلي دي امريکا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو سره په تماس کې ده چې خپلې پولې خلاصې وساتي او افغانانو ته خوندي لار ورکړي
د امريکا د خارجه چارو وزارت د يو ايس چارټرډ پروازونو په اړه د څه ويلو نه ډډه کړې خو يو وياند يې ويلي دي امريکا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو سره په تماس کې ده چې خپلې پولې خلاصې وساتي او افغانانو ته خوندي لار ورکړي

عبدل او جميله ښځه خاوند او د څلورو پلار او مور دي چې عمرونه يې د درېو کالو نه تر لسو کالو پورې دي. جمیله دا مهال د انګرېزۍ ژبه زده کوي.

عبدل وايي “زه خپلې مېرمن ته په دې خيال زده کړه ورکوم چې ذهن يې مصروف وي. “

عبدل او جميله د دې افغانانو اصلي نومونه نه دي او د يوې داسې کورنۍ مشران دي چې په کابل کې د طالبانو نه په پټه ژوند کوي.

عبدل وي او ای ته د وټس ايپ او سېګنل د لارې وايي “زما په مېرمن د خفګان او وارخطايۍ نه دورې راځي ځکه چې هر وخت په دې فکر کې وي چې ماله څه چل ونشي. زما لوڼه هره ورځ زما نه پوښتنه کوي مونږ بهر لوبو ته وتلی شو؟

عبدل د افغانستان په پوځ کې سرحدي افسر و او په دندو کې يې يو کار دا و چې د روبوټ د لارې به يې چاودېدونکي مواد معلومول او ضايع کول.

عبدل تر اوسه توانېدلی چې خپله کورنۍ محفوظه وساتي خو ډېر داسې بد نصیبه کسان کسان شته چې په هدف کړی شوي دي. په دغو کې د افغان پوځ پخوانی کيپټن هم شامل دی چې په اکتوبر کې طالبانو د کوره اوچت کړی دی.


د دېرش کلن عبدل کورنۍ د هغه زرهاو افغان پوځي کورنيو څخه يوه ده چې د شلو کالو د جګړې په ختمېدو په افغانستان کې پاتې ده.

د جوبايډن حکومت غوښتلي دي چې د هغه افغانانو چې د خطر سره مخ دي او ملک پرېښودل غواړي د ويستلو عمل تېز کړی. امريکا د امنيت له مخه د داسې افغانانو په اړه معلومات پټ ساتي چې د کومو لارو ګودرو نه بهر اوځي او امريکا ته رسي.

د امريکا د خارجه چارو وزارت د يو ايس چارټرډ پروازونو په اړه د څه ويلو نه ډډه کړې خو يو وياند يې ويلي دي امريکا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو سره په تماس کې ده چې خپلې پولې خلاصې وساتي او افغانانو ته خوندي لار ورکړي.

وياند وويل په کيمپونو کې د پرتو افغانانو د ايمګريشن عمل اوس د تېر په څېر اوږد نه دی بلکې وخت يې کم کړل شوی او هغه څوک چې امريکا ته د راتلو د پاره منل شوي اوس د يوې مياشتې نه تر دوه مياشتې پورې امريکا ته رارسي.

په مارچ کې د امريکا حکومتي چارواکو ويلي و واشنګټن نزدې اوه زره افغانان چې په بيلا بيلو هېوادونو کې په امريکايي مرکزونو کې ځای په ځای کړل شوي د بحالۍ په انتظار دي.

خو د امريکا د خارجه چارو وزارت د وي او ای دې پوښتنې ته ځواب ونه ويلو چې اوس څومره افغانان امريکا ته د راتلو په انتظار دي.

د افغان لبرټي پراجکټ مشر ريان ماورو وايي دوی لګيا دي لارې چارې لټوي څنګه وکړی شي ګېر افغانان راوباسي خو ولې لا توانېدلي نه دي. ډېری افغانان د ايران او پاکستان د لارې تښتي خو هغلته په بوږنوکي حالاتو کې ګېر شي.

‎ماورو وايي “دوی هغلته وهل کيږي او ځورول کيږي او بيرته افغانستان اړول کيږي. دا هغه لارې نه دي چې مونږ يې سپارښتنه کوو خو بيا هم څه خلک غواړي دا لارې وازموي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو اېلین بېروس او د سټېټ ډپارټمنټ خبریالی نیکی چېنګ د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG