لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سپریم کورټ په اینده څو ورځو کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په سیاسي ژوند کې اهمې فېصلې کولی شي


پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ

لس میاشتې وروسته به امریکایان د هېواد د نوي صدر غوره کولو دپاره په ووټونو کې برخه اخلي خو د دې وړاندې په اینده څو هفتو کې سپریم کورټ کې د پخواني صدر او په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ تر ټولو وړاندې امیدوار ډانلډ ټرمپ په سیاسي ژوند کې اهم کردارلوبولی شي.

درې کاله وړاندې په صدارتي انتخاب کې د ناکامۍ وروسته او په داسې حال کې چې ټرمپ وایټ هاوس ته د بیا ورسېدو کوښښ کوي، هغه د یو شمېر خنډانو سره مخامخ دی او د سپریم کورټ نهه ججان داسې فېصلې کولی شي چې یا به د هغه په ګټه او یا به د هغه په تاوان ثابتې شي.

د ټرمپ په ضد په ۹۱ الزاماتو څلور فرد جرم لګول شوي دي چې په اینده څو میاشتو کې پې مقدمې شروع کېدلی شي. ټرمپ وايي هغه د مقدمو نه استثنا لري.

دوو ریاستونو فېصله کړې چې د پارټۍ صدارتي امیدوار غوره کولو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ دننه د انتخاب یا د پرايمري په بېلېټ یا ووټ به د ټرمپ نوم نه وي. دغو ریاستو په ټرمپ الزام لګولی چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه یې د کانګرس په ودانۍ د قهرجنو مظاهره چیانو یرغل په راپارولو کې لاس لرلو.

په کانګرس یرغل په داسې حال کې شوی وو چې کانګرس په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ د حریف او د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوار بریا په رسمي ډول منظوروله.

د انصاف وزارت وکیل یا څارنوال جېک سمېت
د انصاف وزارت وکیل یا څارنوال جېک سمېت

په موجوده وخت کې دا نه دي ټاکل شوي چې سپریم کورټ به د صدر ټرمپ خلاف په عدالتي فېصلو غور کوي خو په داسې حال کې چې په زېلي عدالتونو کې د ټرمپ مقدمې اورېدل کېږي نو دغه صورتحال بدلېدلی شي ځکه چې ټرمپ، د هغه او سرکاري وکیلان د دوی په ضد د زېلي عدالتونو په فېصلو اپیلونه د هېواد تر ټولو لوی عدالت ته وړلی شي.

سپریم کورټ د یو پولیس افسر د مقدمې د نظر ثانۍ فېصله کړې چې په سرکاري کار کې د خنډ اچولو الزام پې لګول شوی دی. دا هم په ټرمپ اثر غورځولی شي. د پولیس افسر دریځ دی چې سرکاري وکیلانو د هغه خلاف د هغه قانون نه اخل اخیستی چې دستاوېزاتو او ثبونو کې د لاس وهنې الزام پې لګول شوی وي.

سرکاري وکیلانو دغه قانون په کانګرس په یرغل په مشکوکه توګه ککړ د ۳۰۰ نه زیاتو کسانو په ضد استعمال کړی چې د ټرمپ خلاف د دوو الزاماتو بنیاد دی. دغه مقدمه سرکاري وکیل جېک سمېت شروع کړې چې ټرمپ د ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو مبینه سازش کړی و. توقعو ده چې سپریم کورټ به د پولیس افسر په مقدمه د جون په میاشت کې فېصله اوروي. د دې نه مخکې د مارچ په څلورمه نېټه به د واشنګټن په عدالت کې په انتخاب کې د درغلۍ په سر مقدمه هم شروع کېږي.

ټرمپ دریځ لري چې هغه د مقدمو نه په مکمله توګه استثنا لري ځکه چې د ۲۰۲۰ په اخېره او د ۲۰۲۱ په شروع کې چې هغه د انتخاب په اړه ګامونه اخیستې نو په دغه مهال هغه صدر وو. د سرکاري وکیل سمېت دلیل دی چې هېڅ څوک د قانون او د عدالتي اقدام نه بالا نه دی چې ټرمپ هم په کې شامل دی. ټرمپ د امریکې په تاریخ کې وړمبی پخوانی صدر دی چې د جرمونو الزامات پې لګول شوي دي.

دوو ریاستونو فېصله کړې چې د پارټۍ صدارتي امیدوار غوره کولو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ دننه د انتخاب یا د پرايمري په بېلېټ یا ووټ به د ټرمپ نوم نه وي. دغو ریاستو په ټرمپ الزام لګولی چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه یې د کانګرس په ودانۍ د قهرجنو مظاهره یرغل په راپارولو کې لاس لرلو
دوو ریاستونو فېصله کړې چې د پارټۍ صدارتي امیدوار غوره کولو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ دننه د انتخاب یا د پرايمري په بېلېټ یا ووټ به د ټرمپ نوم نه وي. دغو ریاستو په ټرمپ الزام لګولی چې د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه یې د کانګرس په ودانۍ د قهرجنو مظاهره یرغل په راپارولو کې لاس لرلو

په صدارتي انتخاب کې د مبینه درغلۍ مقدمه چې په کوم عدالت کې کېږي، د دې عدالت ججه ټانیا چټکن د سرکاري وکیل سره متفق ده چې ټرمپ جېل ته د نه تلو حق نه لري.

ټرمپ دا دریځ هم لري چې په کانګرس د یرغل په سر په هغه مقدمه نه شي کېدلی.

سرکاري وکیل جېک سمېت د سپریم کورټ ته خواست کړی و چې د ټرمپ د استثنا په دلیل دې زر فېصله وکړي خو سپریم کورټ دغه مقدمه د واشنګټن د اپیلونو عدالت ته وړاندې کړې ده. د اپیلونو عدالت د دې مقدمې د اورونې دپاره د جنورۍ نهمه نېټه ټاکلې ده.

د سپریم کورټ په ججانو کې هغه درې ججان هم شامل دي چې ټرمپ ګمارلي وو او د ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب سره تړلو مقدمو کې يې د ټرمپ خلاف فېصلې اورولي دي.

ټرمپ د هغه خلاف د مقدمو غندنه کړې ده او سمېت یې په ذهني توګه ناروغه بللی، او وايي د بایډن حکومت په هغه په سیاسي بنیادونو الزامات لګولي دي چې په صدارتي انتخاب کې د بایډن خلاف د ودرېدو مخه یې ونیول شي. ټرمپ وايي هېڅ غلط کار یې نه دی کړی.

سمېت چې د انصاف وزارت سرکاري وکیل یا څارنوال دی، په ټرمپ يې دا الزام هم لګولی دی چې د وایټ هاوس نه د وتلو وروسته يې د امریکې د قومي سلامتیا سره تړلي خفیه دستاوېزات په فلورېډا ریاست کې په خپل شخصي کور کې ساتلي وو.

په جورجیا ریاست کې د ریاست سرکاری وکیل د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې په ریاست کې د درغلۍ الزام لګولی او په نیویارک کې سرکاري وکیل په ټرمپ الزام لګولی چې په کاروباري دستاوېزاتو کې یې دروغ وېلي چې دا ډول هغه پېسې پټي وساتي چې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته يې ورکړې وي چې د ټرمپ سره په خپل تعلق پټه خوله پاتې شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG