لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکي سپریم کورټ د اميګرېشن دپاره د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت حدونه برقرار وساتل


د ډسمبر د ۲۲ نېټې د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د امریکې امنیتي چارواکي کوښښ کوي چې د مېکسیکو نه د امریکې ټېکسس ریاست په غیرقانوني توګه د راتلونکو کسانو مخه ونېسي
د ډسمبر د ۲۲ نېټې د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د امریکې امنیتي چارواکي کوښښ کوي چې د مېکسیکو نه د امریکې ټېکسس ریاست په غیرقانوني توګه د راتلونکو کسانو مخه ونېسي

د امريکې سپریم کورټ د يو امر دلارې د اميګرېشن په اړه هغه بنديزونه د نامعلومه مودې پورې د غځولو فېصله وکړه چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په وخت کې عملي کړی شوي وو او ورته د ټاېټل ۴۲م نوم ورکړی شوی و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د سپریم کورټ په دغې فېصله به بله اورونه د فرورۍ په مياشت کې کېږي.

رپوټونه وايي، د کرونا د مخنيوي په خاطر عملي شوي دغې قانون لاندې د ۲۵ لاکه سياسي پناه غوښتونکو خواستونه مسترد کړی شوي او د ملک نه ويستل شوي وو، او ډېرو خلکو ته د سياسي پناه د پاره په زمکنۍ لارو د راتلو اجازت هم نه و ورکړی شوی چې داسې په امريکا کې د کرونا واېرس د نور خورېدلو نه ودرول شي.

په امريکا کې د کډوالۍ پلوي تنظيمونو د سپريم کورټ په دې پرېکړه نيوکې کړي او ويلي دا د امريکا او نړيوالو اقدارو خلاف کار دی چې ورسره به هغه خلک چې په خپلو ملکونو کې د تشدد او زور زياتي سره مخ وي په امريکا کې به د سياسي پناه نه محرومه کړی شي.

دوي وايي، د کرونا واېرس په علاج کې ښه والی راغلی او اوس نور د دغې بنديز په ځاېې ساتل مناسب نه د ي.

د امريکا د اولسي آزادۍ د سازمان ای سي اېل يو وکېل لي ګېلرنټ په دغه قانون نيوکې کړي او ويلي دي،

"دوي د هغه ټولو سياسي پناه غوښتونکو د پاره ډېره مايوسه دي څوک چې د ټاېټل ۴۲ لاندې د مشکلاتو سره مخ دي، خو د دغې قانون د ختمېدلو پورې به خپله مبارزه جاري ساتي"

د وهاېټ هاوس پرېس سېکټري کېرين جين پي ير ويلي د صدر باېډن انتظاميه به يقينا چې د عدالتي فېصلې احترام کوي او هېله لري چې دغه قانون به ډېره موده په ځاېې پاتې نه شي.

د امريکې سپريم کورټ ټآېټل ۴۲م قانون په داسې حال کې غزولی چې د مېکسيکو په پوله په ګڼه شمېره کې سياسي پناه غوښتونکو اجتجاجي مظاهره کړې او د امريکا د حکومت نه يې زر تر زره د دغې قانون د ختمون غوښتنه کړې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه شایع شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG