لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا سپريم کورټ! د پولې ساتونکی ځواک دې د ميکسيکو او ټېکساس تر منځ غزېدلی ازغن تار پرې کړي


يو جج هم تفصيل ورنکړو چې ولې يې ووټ ورکړو. د يوې پاڼې پرېکړې بايډن حکومت ته بريا ورکړه او د تار په اړه مقدمه لا روانه ده.
يو جج هم تفصيل ورنکړو چې ولې يې ووټ ورکړو. د يوې پاڼې پرېکړې بايډن حکومت ته بريا ورکړه او د تار په اړه مقدمه لا روانه ده.

وي او ای

د امريکا د سپريم کورټ تقسيم بينچ د ګل، دوشنبې په ورځ په پوله ګشت کونکي ځواک ته امر کړی چې د امريکا او ميکسيکو په پوله چې ټېکساس ايالت کوم ازغن تار لګولی د دهغې د پرېکولو چارې دې بيرته پيل کړي. دا ازغن تار د بايډن د حکومت او ټېکساس ايالت ترمنځ د ايميګريشن په مخ لانجه جوړه شوې ده.

د څلورو ججانو په مقابل کې د پینځو ججانو پرېکړه د پولې څارونکي ځواک ته لاره هواروي چې د ميکسيکو لخوا هغه ايسارونکی ازغن تار دې لرې کړي چې امريکا ته د غير قانونه ايميګرېنټس د مخنيوي د پاره د رايو ګرينډی په غاړه لګولی شوی.

ځينې غير قانونه راتلونکي کډوال په تار اوړېدلو خوږ شوي دي او د انصاف محکمې ويلي دا شپول د امريکا د پولې د څار ځواک ته هم خنډ دی او د هغه چارو هم مخه نيسي چې د ايميګرنټس د مدد د پاره تلونکو ته پکار دي.

يو جج هم تفصيل ورنکړو چې ولې يې ووټ ورکړو. د يوې پاڼې پرېکړې بايډن حکومت ته بريا ورکړه او د تار په اړه مقدمه لا روانه ده.

درې ځله منتخب شوي د ريپبلېکن ګوند د ټېکساس ايالت ګورنر ګريګ ايبټ د تار د لګولو اجازت ورکړی و چې د هغه لخوا د ميکسيکو نه د غير قانونه راتلونکو ايميګرينټس خلاف په سختو ګامونو کې يو دا هم دی.

د ګورنر وياند ويلي ازغن تار لرې کول او ورسره د نور کارونه منع کول به غير قانونه ايميګريڼټس د څار کونکي ځواک دنده نوره هم ګرانه کړي ځکه چې دا کډوال په ګرانو ګرانو لارو د راوړېدو خطره په سر اخلي.

د ګورنر ايبټ وياند اينډريو مهالېرېس ويلي “مقدمه روانه ده او ګورنر ايبټ به د ټېکساس د زمکې او د اييني حقونو د دفاع جنګ کوي چې خپله پوله وساتي”.

وايټ هاوس د پرېکړې ستاينه وکړه چې هغه حکم يې معطل کړو چې د اپيلونو فيډرل عدالت کړی و او فيډرل ايجنټس يې د ازغن تار د پرې کولو نه منع کړي وو.

د وايټ هاوس وياند اينجيلو فرنانډېز هرنانډېز ويلي “د ټېکساس سياسي چالونو لکه د پولې سره نزدې د ازغن تار خؤرول په ساده ټکو کې د وړومبۍ کرښې د ځواکونو کار ګرانوي او نور خطرناک کوي چې خپله وظيفه ترسره کړي”.

دا ازغن تار په پوله پروت ښار ايګل پاس په نزدې 48 کيلوميټر کې خور کړل شوی چرته چې تېره مياشت د تېکساس پوځي څانګې د ښار د يو پارک کنټرول اخستلی او د پولې د څار ايجنټانو ته دغلته لاس رسی منع کړی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG