لاس رسیدونکی لینک

 
امریکې سپریم کورټ به د پخواني صډر ډانلډ ټرمپ د استثنا په اړه د مقدمې اورونه کوي
تازه خبر

امریکې سپریم کورټ به د پخواني صډر ډانلډ ټرمپ د استثنا په اړه د مقدمې اورونه کوي


د سپریم کورټ د بیان وروسته ټرمپ په خپل یو بیان کې وویل د ملک د ښه خدمت دپاره د صدر استثنا ضروري ده.
د سپریم کورټ د بیان وروسته ټرمپ په خپل یو بیان کې وویل د ملک د ښه خدمت دپاره د صدر استثنا ضروري ده.

د امریکې سپریم کورټ به دا مقدمه اوروي چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د لاس وهنې په الزام د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په ضد قانوني اقدامات اخیستل کېدی شي او که نا هغه په دې لړ کې استثنا لري؟

د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د امریکې موجوده صدر او د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوار جوبایډن ټرمت ته ماتی ورکړی و. ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار و.

سپریم کورټ د ټرمپ د استثنا په اړه د مقدمې د اورېدو اعلان د شورو، چهاشنبې، په ورځ وکړو.

د وفاقي عدالت الزام دی چې ټرمپ او د هغه اتحادیانو د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب په اړه د دروغو دا دعوې خورولې چې صداراتي انتخاب غلا شوی، د بایډن برییا په رسمي ډول د اعلانېدو دپاره يې د جعلي منتخب کوونکي استعمال کړي او د هغه وخت په نایب صدر مایک پېنس یې دباو اچولی و چې د بایډن د کامیابۍ په رسمي توګه د تایدېدو په عمل کې د خنډان پېدا کړي.

سپریم کورټ په یو بیان کې وویل په دې اړه به فېصله کوي چې ایا او یا تر کوم حد پورې یو پخوانی صدر د هغه مجرمانه الزامات په لړ کې د قانوني اقدماتو نه استثنا لري چې په هغه د صدارت په مهال لګول شوي وي.

سپریم کورټ به په مقدمه کې دلایل د اپرېل په میاشت کې اوري او توقعو کېږي چې عدالت به خپله فېصله د جون د میاشت تر اخېره واوروي.

د سپریم کورټ د بیان وروسته ټرمپ په خپل یو بیان کې وویل د ملک د ښه خدمت دپاره د صدر استثنا ضروري ده.

ټرمپ په خپل بیان کې وویل پکار ده چې صدر په دې لړ کې د غېرضروري دباو نه ازاد وي چې دا تعین وکړي چې د ملک دپاره څه صحیح دي.

پخواني صدر زیاته کړه چې د استثنا نه بغیر صدارت په موجوده شکل کې نه شي پاتې کېدلی او د ملک د فایدې دپاره ګڼ شمېر ګامونه به نه شي اخیستل کېدی.

د امریکې سپریم کورټ د دې نه مخکې دا تعین کړی چې کله یو صدر په خپله چوکۍ ناست وي نو په دغه مهال د هغه د اخیستل شوو ګامونو په سر د صدر خلاف مقدمه نه شي کېدلی. د ټرمپ قانوني نمایندګان په مستقل ډول دا دلیل وړاندې کوي چې صدر ته ترلاسه د استثنا دغه تحفظ دې مجرمانه الزاماتو ته هم وِغځول شي.

یو زېلي عدالت مخکې دا دلیل وړاندې کړی و چې د ټرمپ د استثنا دعوه دې ځکه مسترد کړی شي چې دا نه شي منل کېدی چې د صدارت عهده پخوانی صدر د همېشه دپاره د قانون نه بالاتر ساتي.

په واشنګټڼ کې د اپیلونو د عدالت د دريو په مقابل کې د صفر په اکثریت د ټرمپ خلاف فېصله اورولې وه او ویلي وو چې د هغه د جرمونو دپاره لا محدود اختیار غواړي چې په کې د انتخاباتو نتیجې د منلو او عملی کېدو نفي هم شامل دي.

د ټرمپ دفاع کوونکي قانوني ډله غواړي چې د پخواني صدر خلاف ټولې مقدمې د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي وروسته وخت پورې وځنډول شي.

د ۹۱ الزاماتو په سر ټرمپ د څلورو مقدمو سره مخامخ دی چې په کې دا الزام هم شامل دی چې هغه د صدارت نه وروسته په مبینه توګه په غېرقانوني ډول انتهايي خفیه سرکاري دستاوېزات په کور کې ساتلي وو او د لوڅو فلمونو یوې ادکارې ته یې د پېسو په اړه په مبینه توګه دروغ ویلي وو چې د هغه سره تعلق په اړه دې خاموشه پاتې شي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG