لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زیاتره امریکايان غواړي چې د امریکې او طالبانو په امن معاهده دې عمل وشي، سروی ښايي 


د امریکې او طالبانو د امن معاهدې دلاندې به قطر کې بېن الافغان مذاکرات شروع شوي او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د خبرو د شروع کېدو په مراسمو کې شرکت وکړو

په امریکا کې شوي یوه نظر پوښتنه ښايي د صدر ډانلډ ټرمپ د پلویانو اکثریت طالبانو سره د امریکې د امن معاهدې او په افغانستان کې ۱۹ کلن جنګ د ختمیدو حمایت کوي.

په نیویارک کې مېشته د یورېشیا ګروپ فاونډېشن نومې ادارې نظر پوښتنې دا هم موندلي چې په اینده صدارتي انتخاباتو کې د واک من ريپبلېکن ګوند مخالف د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار جوبایډن ۶۰ فیصد پلویان هم طالبانو سره د لوظنامې حمایت کوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه سروی کوونکې ادارې وویل په افغانستان کې جنګ ختموول په امریکایانو کې ډیر مقبولیت لري او د هر سیاسي فکر امریکایان په امن معاهده عمل کوول غواړي. د نظر پوښتنې موندنې د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي دي.

امریکې او طالبانو د سږ کال د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه په قطر کې د سولې معاهده لاس لیک کړه. د معاهدې ترمخه په اینده ۱۴ میاشتو کې به امریکا د افغانستان څخه خپل ټول ځواکوه وباسي، طالبان په دا ضمانت ورکوي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ دپاره نه استعمالیږي او د طالبان به د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

د معاهدې وروسته امریکې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر د ۱۳۰۰۰ نه ۸۶۰۰ ته راکم کړی دی او د خالي، شنبې، د ورځ راهسې په قطر کې د بېن الافغاني مذاکراتو تر نامه لاندې د افغان حکومت او طالبانو خبرې هم شروع شوي او د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه نن د نهې، سه شنبې، په ورځ به په قطر کې د بېن الافغاني مذاکراتو دریمه عمومي غونډه کېږي.

د صدر ټرمپ حکومت اعلان کړی دی چې د نومبر د میاشت پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تعداد ۴۵۰۰ ته راکم کړی شي او د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع شوي یوه مرکه کې ویلي چې د ټاکل شوي تګلارې سره سم به د کال ۲۰۲۱ پورې امریکا د افغانستان نه ټول ځواکونه ستانه کړي.

پامپېیو برایټ بارټ نیوز خبري ادارې ته وویل د ۹/۱۱ نه ۱۹ کاله پس افغانان تیار شوول چې خپل ملک د وړاندې بوتلو په خاطر خپل منځو کې خبرو ته کښېني او تشدد ختم کړي.

د یورېشیا ګروپ فاونډېشن نظر پوښتنه ښايی په سروی کې برخه اخېستونکو کې د ۱۰ فیصد نه کمو خلکو طالبانو سره د امریکې د معاهدې مخالفت وکړ او په دریو کې یو تن د څه قسمه رای ورکوولو نه ډډه وکړه او بې طرفه پاتې شوول.

سروی ښایی د تېر کال په مقابل کې سږ کال د هغو خلکو په شمېره کې نیم په نیمه کمی راغلی چې غوښتل یې امریکا دې تر هغه وخت د افغانستان څخه نه وځی تر څو ټولو دښمنانانو ته ماتی نه وی ورکړی شوی. د ۳۰ فیصد په مقابل کې دغه تعداد ۱۵ فیصد ته راکم شوی دی.

د نومبر په میاشت کې کېدوونکو صدارتي انتخاباتو کې ډانلډټرمپ حریف جوبایډن ویلي چې ترهګرۍ ته د ماتي ورکوولو په خاطر امریکا باید په یو تعداد کې عسکر په افغانستان کې پرځای وساتي.

د یورېشیا فاونډېشن د سروی یا نظر پوښتنې شریک مصنف مارک هانا وي او ای ته وویل په داسې مهال چې په افغانستان کې جنګ ۲۰ کال کې داخلېدونکی دی د جنګ په اړه د امریکایانو صبر تمام شوی ځکه چې داسې ښکاري دا جنګ د اصل هدف نه لرې شوی او نه لیدل کیږي چې بریا به پکې ترلاسه شي.

د وی او ای رپورټ وايي د صدارتي انتخاباتو دپاره خپل کمېپېن کې به ډانلډ ټرمپ وېل چې هغه به په افغانستان کې جنګ ختموي او امریکايي عسکر په ستنوي او اوس دا لوظ پوره کوول غواړي.

د وي او ای رپورټ وايي د ۹/۱۱ وروسته په افغانستان کې د جنګ دلاسه تر ۲۰۱۹ پورې ۱۶۰۰۰۰ کسان وژل شوي وو چې پکې د افغان حکومت امنیتي عسکر، د دوی مخالف وسله وال او ملکي خلک شامل دي. په افغانستان کې د ۲۴۰۰ نه زیات امریکايي عسکر هم وژل شوي او د ۲۰۰۰۰ نه زیات امریکایان زخمیان شوي هم دي او امریکا په افغانستان کې قریباً یو کهرب ډالر مصرف کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

څیړونکي وایي پاکستان کې لوي طبقاتي تقسیم روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG