لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېنټګان: امریکايي الوتکو په شام کې د ایران پلوه ملېشو په هدفونو بمباري کړې


د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د برید پخلی کړی او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې د صدر جوبایډن په واک کې له راتلو ورسته په ایران پلوه ملېشو دا دوهم برید دی
د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د برید پخلی کړی او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې د صدر جوبایډن په واک کې له راتلو ورسته په ایران پلوه ملېشو دا دوهم برید دی

په برطانیه کې د شام د بشري حقونو د څار ادارې ویلي د عراق پولې ته نږدې په شام کې د ایران پلوه ملېشې په هدفونو د امریکې د جنګې الوتکو بمبارۍ لږ تر لږه پنځه وسلوال وژلي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.

دغه اداره چې په شام کې دننه د مالوماتو د راغونډولو سرچینې لري، وایي په بریدونو کې پوځې ځایونه هم په نخښه شوي دي.

د شام حکومتي خبري اداره "سانا" وایي بریدونو کې یو ماشوم وژل شوی او درې کسان ټپیان دي.

د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان د برید پخلی کړی او په یوه بیان کې یې ویلي دي چې د صدر جوبایډن په واک کې له راتلو ورسته په ایران پلوه ملېشو دا دوهم برید دی.

پینټاګان وایي دوی دوه ځایونه په شام کې او يو په عراق کې په هدف کړی دی. بیان کې ویل شوي یاد مرکزونه د کتائب حزب الله او کتائب سیدالشهدا ملېشو کارول چې د عراقي پوج سخت دریځه ډلي دي او له ایران سره نږدې اړیکي لري.

د پینټاګان ویاند جان کربي ویلي دغه مرکزونه د ایران پلوه ملېشو په استعمال کې وو چې په عراق کې د امریکا په ځواکونو او مرکزونو باندې د ډرون له لارې بریدونه کې لاس لري.

په نږدې میاشتو کې په عراق کې امریکایي مفادات تر تکراري بریدونو لاندې وو او متحده ایالات د دې تور په ایران پلوه عراقي ډلو پورې کوي.

د فېبرورۍ په میاشته کې هم په ختیځ شام کې امریکې د ایران پلوه ملېشو په مرکزونو بریدونه کړي وو چې پکې تر شلو زیات وسلوال وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG