لاس رسیدونکی لینک

 
د شام حکومت مخالفینو د صدر اوباما په فیصله مایوسي څرگنده کړې
تازه خبر

د شام حکومت مخالفینو د صدر اوباما په فیصله مایوسي څرگنده کړې


د شام د حکومت مخالف وسله وال په ټیلې وژن د صدر براک اوباما وینا گوري
د شام د حکومت مخالف وسله وال په ټیلې وژن د صدر براک اوباما وینا گوري
د شام د حکومت مخالفینو ویلي په دې خبره مایوسه شوي چې د امریکې صدر براک اوباما د کانگرس تر ممکنه منظورۍ پورې د شام حکومت خلاف پوځي کاروائي ځنډولې ده.
د شام د حزب اختلاف چارواکو ویلي د امریکې پوځي کاروائي کې د ځنډ په وجه صدر بشارالسد نور ملکي کسانو ته هم زیان ورسوي.
د خالي په ورځ صدر براک اوباما د شام خلاف پوځي کاروائي وځنډوله او خپلو هیواد والو ته وویل چې د شام حکومت ته د کمیائي وسلو په استعمال سزا ورکولو دپاره پوځي کاروائي به د کانگرس د منظورۍ بغیر نشې کولی.
سپینه ماڼۍ کې خپله وینا کې صدر براک اوباما وویل فیصله يي کړې چې امریکا د شام حکومتي هدفونو خلاف کاروائي وکړي. هغه وویل ددې ترڅنگ چې د پوځي کاروائي د پاره د حکم ورکولو اختیار لري، دا ضروري گڼې چې په دې مسله دې خبرې اترې وکړی شي.
د خالي په ورځ ماښام، براک اوباما کانگرس نه په رسمي توگه غوښتنه وکړه چې د شام خلاف د پوځي طاقت د استعمال اجازت ورکړي چې دا رنگ د کیمائي وسلو د استعمال مخه ونیولی شي.
صدر براک اوباما د شام سرښار دمشق سره نزدې دوه هفتې وړاندې حمله ٢١ مه صدۍ کې د کیمائي وسلې بد ترینه حمله وگرځوله او وې ویل امریکې په دې سترگې نشې پټولی.
طمعه ده چې د کانگرس غړي به د اوړي د رخصتۍ ورسته د صدر په غوښتنه غور کوي.
بل اړخته، شام کې د کیمیائي وسلې د استعمال د تحقیق د پاره تللې د ملگرو ملتونو ډله د خالې په ورځ بیرته تللې ده او د اتوار په ورځ به د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون ته معلومات ورکوي خو دا نه ده معلومه چې تحقیق کاران به کله خپل مکمل رپورټ وړاندې کوي.
د ملگرو ملتونو ترجمان ویلي شام کې يي نمونې راټولې کړې دي چې په لیبارټرۍ کې به يي تجزیه کولی شي، د عینې شاهدینو بیانونه نه يي ریکارډ کړې دي، ډاکټرانو او مشکوک کمیائي حمله کې ژوندې بچ شوي خلکو سره يي مرکې کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG