لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د شام په ضد نوي بندیزونه اعلان کړل


د امریکې خارجه وزير مایک پامپېیو
د امریکې خارجه وزير مایک پامپېیو

د صدر بشارالاسد په حکومت د فشار زیاتوولو په غرض د امریکې خارجه وزیر مایک پامېپیو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شام په ضد نوي بندیزونه اعلان کړل خو د امریکايي ګام مخالفین وايي د پابندیو په نتیجه کې به د شام د ولس مشکلات نور هم زیات شي.

د امریکې دغه بندیزونه د بشارالاسد د کورنۍغړو، د شام د حکومت مامورینو او د شام حکومت مرسته کوونکو خلاف لګول شوي دي.

په شام د بندیزونو قانون "د سيزر سیرین سویلین پروټېکشن اېکټ" بلل کېږي چې د امریکې کانګرس د ډسمبر په میاشت کې منظور کړی دی او د لاندې یې صدر ډانلډ ټرمپ په هر هغه چا بندیزونه لګولی شي هدف یې د شام حکومت سره لېن دېن کوي.

په شام د امریکې د خزانې او خارجه وزارتونو د بندیزونو په اړه د وایټ هاوس یو بیان وايي د کال ۲۰۱۱ راهسې کله چې په شام کې جګړه شروع شوي ده د بشارالاسد حکومت حکومت د شام د ولس خلاف بې شمېره ظلمونه کړي دي چې پکې د خلکو بې دریغه ګرفتارۍ، تشدد، جنسي زیاتی او قتل شامل دي.

د وایټ هاوس بیان وايي د شام ولس خلاف د شام حکومت د زور زیاتي په نتیجه کې بنیادي اسانتیاوې او اقتصاد تباه شوی او د شام د نیمايي نه زیاته ابادي بې کوره شوي ده.

بیان کې وویل شو چې د شام په ضد دغه بندیزونه دا واضحه پیغام وړاندې کوي چې هیڅ باید د شام حکومت سره لېن دېن ونکړي.

د يورپي ملکونو اتحاد یورپین یونین او امریکې د دې نه وړاندې هم په شام پابندۍ لګولي دي خو د سيزر قانون لاندې توجه هغه کسانو او ډلو ته ګرځول شوي ده چې شام سره د پېسو او ساز او سامان مرسته کوي چې پکې د شام اتحادي ملکونه روس او ایران هم شامل دي. په هغو غیرملکي کمپنیو هم بندیزونه لګول کېدی شي چې د ایران سره تجارت وکړي.

د امریکې نوي بندیزونه د بشارالاسد په مېرمن عاصمه اسد هم لګیدلی شي.

سیزر قانون د شام د پوځ د هغه افسر په نوم دی چې په کال ۲۰۱۴ کې تښتېدلی دی او مبینه جنګي جرمونو په اړه یې ۵۳۲۷۵ تصویرونه څرګند کړي دي.

د شام لس کلنه خانه جنګي د بشارالاسد حکومت خلاف د احتجاجونو نه پس شروع شوي ده چې تراوسه پورې پکې ۳۷۰۰۰۰ کسان وژل شوي او په مېلینونو بې کوره شوي دي.

مایک پامپېیو وویل په شام نوي بندونه په بشارالاسد د فشار برخه ده خو هدف یې د شام ولس نه زیان رسوول نه دي چې دا ډول د شام حکومت مجبور شي چې ولس خلاف پوځي اقدامات بند کړي. د امریکې خارجه وزیر وویل په شام کې کړکیچ په جنګ کې نه بلکې په سیاسي طریقه کې دی.

خو په شام د بندیزونو مخالفین وايي د دې حتمي نقصان به د شام ولس ته رسيږي، د ملک اقتصادي به وده نه کوي او په نتیجه کې به یې ولس د مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښايي د شام د ابادۍ د ۸۰ فیصد نه زیاته برخه د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي او د ملک د نیمايي نه زیاته ابادي د ملک نه وتلي ده. او په ورستیو ورځو کې په شام کې خلکو مظاهرې هم کړي چې حکومت دې اقتصاد ښه کړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یاسکیورتي کاونسل په غونډه کې د چین سفیر وویل د کرونا وایرس وبا په مهال بندیزونه لګول غیر انساني ګام دی. د شام حکومتي مامورینو سیرز اېکټ قانون د اقتصادي ترهګرۍ په نوم یاد کړی دی.

د شام د پارلیمنټ غړي صفوان قرابي ويلي د امریکايي بندیزونو هدف په شام کې نقاق پیدا کول دي.

د شام خارجه وزارت ویلي نړیواله ټولنه دې د شام خلاف د امریکې یکطرف بندیزونه ختم کړي.

خو مایک پامپېیو دا خبره رد کړې چې د شام خلاف یې کوم يکطرف ګام اخیستی دی. هغه وویل د بشارالاسد په حکومت د سیاسي او اقتصادي فشار ګام یې د هم خیال ملکونو سره په اتفاق اخیستی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG