د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په افغان طالبانو سخت گزارونه کړې دي.
امریکايي صدر دغه خبره په داسې حال کې وکړه چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازی زلمي خلیلزاد د پاکستان په سفر دی او د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د زیارت، پنجنشبې، په ورځ وویل زلمی خلیزاد به په اسلام آباد کې د طالب استازو سره خبرې کوي.
د صدر ټرمپ نه د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریال پوښتنه وکړه چې ایا هغه به د طالبانو سره خبرې بیا پېل کړي؟ نو ډانلډ ټرمپ وویل "مونږ په طالبانو ډیر زیات سخت گزازونه" کړې دي. ډانلډ ټرمپ وویل په طالبانو حملې د کابل د ځانمرگي برید وروسته پېل شوي چې پکې د یو امریکايي عسکر په شمول ١٢ کسان وژل شوي دي.
امریکايي صدر وویل طالبان به د دغو حملو نه هیڅ کله هم وه نه رغیږی.
د افغانستان صدر اشرف غني او طالب استازي تېره میاشت د صدر ټرمپ سره خبرو دپاره امریکې ته راتلونکي وو خو صدر ټرمپ په کابل کې د طالبانو د حملې وروسته دغه غونډه وځنډوله او د طالبانو سره یې د زلمي خلیزاد د خبرو لړۍ ختمه کړه.
شاه محمود قرېشي وویل امریکايي او طالب استازي به په پاکستان کې نیغ په نیغه خبرې کوي.
د طالبانو یو ١٢ کسیزه پلاوی چې مشري یې ملاعبدالغني اخوند کوي هم دا مهال د پاکستان په سفر دی او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د وزیراعظم عمران خان او د ښاغلي قرېشي ترڅنگ یو شمېر نورو پاکستاني مامورینو سره ولیدل.
په داسې حال کې چې د طالبانو پلاوی پاکستان ته رسیدلی امریکايي مامورین وايي زلمی خلیلزاد د دوه اړخیزې صلاح مشورو په غرض د پاکستان په سفر دی. خو په قطر کې د طالبانو ترجمان سهیل شاهین وي او ای ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل امریکايي استازو سره په پاکستان کې د نیغ په نیغه خبرو امکان نشي ردېدی.