لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: امریکې او طالبانو د یو بل بندیوان ازاد کړل


 امریکې د سمندري پوځ دغه پخوانی عسکر چې د غیر پوځي کانټرېکټر په حېث یې کار کولو په ۲۰۲۰ کې طالبانو په افغانستان کې نیولی و
امریکې د سمندري پوځ دغه پخوانی عسکر چې د غیر پوځي کانټرېکټر په حېث یې کار کولو په ۲۰۲۰ کې طالبانو په افغانستان کې نیولی و

امریکې د خپل زندان نه د افغان طالبانو یو مشر ازاد کړو طالبانو په خپل بند کې یو امریکايي شهري امریکې ته وسپارلو.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه، دواړو خواو د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل هوايي اډه د قیدیانو تبادله وکړه.

د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیر خان متقي وویل طالبانو مارک فرېرېکس ازاد کړو. د امریکې د سمندري پوځ دغه پخوانی عسکر چې د غیر پوځي کانټرېکټر په حېث یې کار کولو په ۲۰۲۰ کې طالبانو په افغانستان کې نیولی و.

د امریکې نیویارکر مجلې د سږ کال په شروع کې د فرېرېکس یو وډیو خپورکړی و چې هغه پکې د ازادۍ او د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدلو غوښتنه کوي.

ای پي وايي واشنګټن د فرېرېکس د ازادېدو په اړه څه نه دي ویلي.

امریکې د طالبانو یو مشر بشر نورزی ازاد کړو.

د ای پي ترمخه نورزي په په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکې په بند کې ۱۷ کاله او شپږ میاشتې تېرې کړې. ای پي وايي نورزی د نشۍ توکو د یو لوی قاچاق بر په حېث هم پېژندل کېږي.

د ای پي ترمخه نورزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکې په بند کې يې ولس کاله او شپږ میاشتې تېرې کړې. ای پي وايي نورزی د نشۍ توکو د یو لوی قاچاق بر په حېث هم پېژندل کېږي
د ای پي ترمخه نورزي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د امریکې په بند کې يې ولس کاله او شپږ میاشتې تېرې کړې. ای پي وايي نورزی د نشۍ توکو د یو لوی قاچاق بر په حېث هم پېژندل کېږي

ای پي وايي د ځینو طالب چارواکو وېنا وه چې نورزی د امریکې په ګوانټانامو بی زندان کې بندي و خو د دې خبرې تصدیق نه شو کېدلی.

متقي د نورزي ترڅنګ په کابل کې خبري غونډې ته وېنا وکړه او ای پي وايي هغه د قیدیانو د تبادلې هرکلی وکړو او دا يې د امریکي سره تعلقاتو کې د "نوي دور" شروعات وبلل.

د ای پي ترمخه متقي وویل "دا د افغانستان او امریکې ترمنځ نوی باب کېدلی شی، دا د دواړو ملکونو ترمنځ خبرو دپاره نوي دروازه خلاصولی شي."

مقتي وویل د قیدیاتو تبادله دا خبره هم څرګندوي چې د خبرو دلارې ټولې مسلې حل کېدلی شي. هغه وویل د دواړو خواو ډلو شکریه ادا کوي چې د قیدیانو د تبادلې دپاره يې زیار کړی دی.

ای پي وايي تېر کال په کابل د بیا واک ترلاسه کولو راهسې طالبانو د فرېرېکس په بدل کې د نورزي د ازادۍ غوښتنه کوله خو واشنګټن په څرګنده ډول په دې اړه څه نه وېل.

طالبانو په سوشل ميډیا د ګل، دوشنبې، په ورځ د قیدیانو د تبادلې وډیوز خپاره کړل چې د نورزي کابل ته د رسېدل ښښي او د مقتي په شمول د طالبانو لوړ رتبه چارواکي يې هرکلی کوي.

د کابل په خبري غونډه کې نورزي وویل شکریه ادا کوي چې بېرته "مجاهدین وروڼه" ويني. هغه وویل امید کوي چې د قیدیانو د تبادلې په نتیجه کې به د امریکې او افغانستان ترمنځ امن قایم شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG