لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او د طالبانو د خبرو نوي ناسته په قطر کې پېل شوه


د طالبانو مشر مشرکچي شیرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو مشر مشرکچي شیرمحمد عباس ستانکزی

ښاغلي خلیلزاد وویل د غرمې په ډوډۍ یې د ملابرادر او د هغه د پلاوي سره ابتدايي ملاقات وکړو.

د امریکې او د افغان طالب نمایندگانو د سولې د خبرو نوي ناسته د گل، دوشنبې، په ورځ په قطر کې پېل شوه او د طالبانو د ډلې ترجمان وویل د مذاکراتو نه د "کره او د گټه ورو نتیجو" امید لري.

د طالبانو د ډلې ترجمان سهیل شاهین وویل د مذاکراتو د نوي ناستې توجه به هم په هغو دوو بنیادي ټکو وي چې فریقین پرې اتفاق لري چې د ١٧ کلنې جگړې د ختمولو دپاره بنیادي اهمیت لري، د افغان څخه د خارجي ځواکونو انخلا او دا یقیني کول چې د افغانستان خاوره به په اینده کې هیڅ یوه ډله یا تن د امریکې او د امریکې د اتحادیانو خلاف په ترهگرۍ کې نه استعمالوي.

افغان نژاد زلمي خلیلزاد چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی دی، د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي. په قطر کې د مذاکراتو د موجوده دور شروع کېدو نه وړاندې یې د یو شمیر هغو هېوادونو سفرونه کړې دي چې په افغانستان کې په څه نه څه شکل کې مفادات لري.

زلمي خلیلزاد په ټوېټر قطر ته د رسیدو تصدیق وکړو او وې یې وېل چې "دا یو اهم وخت کېدلی شي." هغه د خبرو په کوربتوب کولو د قطر او طالبانو ته د سفر اسانتیا په برابرولو د پاکستان شکریه اده کړه.

په قطر کې د امریکې او د طالبانو ورستۍ خبرو نشست شپږ ورځې چلېلدلی و او دواړه خواوې په دې متفق شوې وې چې د افغانستان نه د خارجي ځواکونو په وتلو او د افغانستان خاوره د ترهگرۍ دپاره په نه استعمالېدلو به ورکنگ گروپس یا کاري ډلې جوړوي چې خپل وړاندېزونه به پېش کوي.

سهېل شاهین وویل دغه ډلې به ‍"وړاندېزونه او د لوظنامې مسوده" وړاندې کوي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر او د سیمه ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داود زی وویل په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو ته د اسانتیاو برابرول دي

نوموړي وویل "مونږانتظار لرو هرڅومره ژرد قطر مذکرات چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي اومخامخ خبرو ته د زمینې برابرېدل دي ،دې هدف ته ورسیږو".

طالبانو تر اوسه پورې د افغان حکومت سره په مستقیم ډول د مذاکراتو نه انکار کړی دی او د کابل حکومت د "گډاگي" په نوم یادوي.

زلمی خلیلزاد هم وايي طالبان باید چې د افغان حکومت مخامخ خبرې وکړي.

په افغانستان کې د وسله والو خلاف د امریکې موجوده جنگ په کال ٢٠٠١ کې پېل شوی و چې د هېواد د تاریخ تر ټولو اوږد دی او په واشنگټن کې د لوړ رتبه حکومتي مامورین وايي د افغان جنگ په اړه د صدر ډانلډ ټرمپ د صبر پېماته سر ته په رسیدو ده.

په کال ٢٠١٧ کې د افغانستان او جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگلاره اعلانولو په وخت صدر ټرمپ ویلي وو چې غوښتل یې زر د افغانستان څخه امریکايي ځواکونه راوباسي.

خو هغه زیاته کړه د افغانستان څخه په بېړنۍ توگه د وتلو په نتیجه کې به خلا پېدا شي او د داعش او د القاعده په رنگ ترهگرې ډلې به بیا دغه خلا ډکه کړي. طالبان خبرو ته د مجبورولو دپاره صدر ټرمپ په پاکستان فشار زیات کړی و او خپلو پوځي مامورینو ته یې زیات اختیارات ورکړي وو. امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې په پاکستان الزام لگوي چې طالب مشرانو ته یې پناه ورکړې ده خو اسلام آباد دا خبره ردوي.

طالبانو ویلي وو چې د امریکې سره د قطر د خبرو نه وړاندې به یوه ناسته د فېبرورۍ په ١٨ مه نېټه په پاکستان کې کېدله خو په طالب مشرانو د ملگرو ملتونو د سفري بندیزونو له امله د پاکستان غونډه وځنډیلېه.

ملاعبدالغني بردار چې د طالبانو په بانیانو کې شامل دی، پاکستان تېر کال د اکتوبر په میاشت کې ازاد کړی دی او په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر دی، دوحه ته رسیدلی دی.

سهیل شاهین وویل ملابردار به تعرفي ناسته کې کښېني خو دا یې واضحه نکړه چې ایا هغه به د امریکې سره د خبرو په ټولنه ناسته کې شرکت کوی او که نا.

د دې میاشت په شروع کې طالبانو د امریکې سره خبرو دپاره ١۴ کسیزه ډله اعلان کړه چې پکې انس حقاني هم شامل دی. انس حقاني د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني ورور دی، دا وخت په زندان کې دی، د مرگ سزا ورته اعلان کړی شوي او افغان حکومت وايي اراده نه لري چې انس حقاني ازاد کړي.

طالبان وايي انس حقاني طالب علم و او وسله وال فعالیت یې نه لرلو خو د افغانستان استخباراتي مامورین وايي هغه په سوشل میډیا د طالبانو د تبلیغاتو مشري کوله او ډیر څیړونکي گڼي چې په مذاکراتي ډلې کې د هغه شاملولو دلارې طالبان په افغان حکومت د هغه د ازادۍ دپاره فشار زیاتول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG