لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ قطر کې دسولې خبرو په څلورمه ورځ هم دوام ولرلو


په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ افغانستان کې دسولې دټېنګښت خبرې دریمې ورځې ته ننوتي اؤ سرچینې وایي په دغو خبرو کې طالبان زیات ټینګار افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو کوي.

دقطر دسولې خبرو کې دامریکایي ډلې مشري افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیل زاد کوي اؤ هغه تیرځل طالبانو سره له خبرو وروسته هیله ښودلې وه چې دسولې په خبرو کې به پرمختګ وشي.

دافغانستان طلوع ټي وي دطالبانو دپخواني کمانډر سیداکبر اغا له خولې ویلي چې په قطر کې د روانو خبرو اوږدیدل ښایي چې دواړه خواوې دستونزې هواري لیوالتیا لري.

تر اوسه قطر کې د شوؤ خبرو په اړوند نه خو امریکا اؤ نه طالبانو په رسمي ډول مطبوعاتو ته کوم جزئیات ورکړي خو نړیوالې رسنۍ دسرچینو له خولې وایي چې امریکایي لوری خبرو کې زیات ټینګار په دې خبره کوي چې طالبان باید افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښیني اؤ طالبان غواړي چې امریکا دې دخپلو ځواکونو د ویستلو اعلان وکړي.

سرچینې زیاتوي چې طالبان دامریکا نه داغوښتنه هم لري چې دهغوئ د مشرانو نومونه باید د تورنوملړ څخه وویستل شي خو په دغه اړوند دواړه خواوې له کومې غوڅې پرېکړې ته نه دي رسیدلي.

دقطر دخبرو نه څو ورځې وړاندې طالبانو پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د دوحې په تیرو خبرو کې ورسره امریکایي استازي ژمنه کړې وه چې د راتلونکې غونډې دخبرو ایجنډه به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو خبرې وي خو اوس د اصل موضوع څخه تېښته کوي.

طالبانو ګواښ کړی ؤ چې که چرې امریکا ورسره په خبرو کې رېښتونې نه وي نو هغوئ به دسولې روانې خبرې وځنډوي خو امریکایي استازي هم دطالبانو په دغه بیان چټک غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې “طالبان که خبرې کوي خبرې ورسره کوؤ که جګړه کوي په ضد یې جنګیږو”

طالبان تر دې مهاله افغان دولت سره دمخامخ خبرو نه انکار کوي اؤ وایي ترڅو چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي نه وي هغوئ افغان دولت سره سوله نه کوي خو افغان ولسمشر اشرف غني وایي چې دافغانستان په اړوند که هره پرېکړه کیږي ،افغان دولت به یې کو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG