لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: امریکې سره د خبرو بهیر ودریدلی دی


 په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیلزاد
په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د طالبانو یو مشر ویلي په هېواد کې د امن دپاره امریکې سره د ابتدايي مذاکراتو بهیر ودرېدلی دی.

د طالبانو یو مشر وي او ای ته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د امریکې سره د خبرو لړۍ پرځای ودرېدلي ده او د اینده خبرو دپاره نېټه او مقام لا نه دی معلوم. طالب مشر چې د نوم د نه څرگندولو په شرط یې خبرې کولې د مذاکراتو د ځنډیدو اسباب یې وه نه ښودل.

د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په سمدستي ډول نه دي ویلي چې آیا د طالبانو سره خبرې ځنډېلي دي او که نا؟

طالبانو د امریکې سره د خبرو ځنډیزو خبره په داسې حال کې وکړه چې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر دی او د گل، دوشنبې، په ورځ یې په چین کې حکومتي مامورینو سره لیده کاته وکړل. د چین نه وړاندې هغه د هند په سفر وو او بیا به پاکستان ته هم ورځي.

زلمي خلیلزاد د طالب استازو سره ابتدايي خبرې کړې دي خو طالبانو تر دا مهال د افغان حکومت سره د مذاکراتو نه ډډه کړې ده.

په عین حال کې د افغانستان اجرايي ریئس عبدالله عبدالله د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د افغان حکومت د زلمي خلیلزاد د کوښښونو ستاینه کوي خو پکار ده چې په دې کې افغان حکومت هم شامل شي. په کابل کې د کابېنې هفته وارې غونډې ته وینا کې عبدالله عبدالله وویل افغان ولس به داسې صورت کې په افغانستان کې د امن دپاره دا کوښښونه سنجیده گڼي چې د افغان حکومت نمایندگان او طالبانو د مذاکراتو په میز وویني.

په ابوظهبي کې د طالبانو او امریکایانو په مذاکراتو کې د موجود یو ملک سفارتکار خبرداری کړی چې که چېرې فریقینو د لکچ نه کار وانخیستلو نو په افغانستان کې د امن دپاره د خبرو اترو دا بهیر ړنگیدی هم شي.

طالبان په افغانستان کې د امریکې د موجودگۍ مخالفت کوي او افغان رهبران او امنیتي ځواکونه د "گډاگیانو" په نامه یادوي.

د امریکې او د طالبانو په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي لومړني علامات تېره میاشت په داسې حال کې ښکاره شول چې طالبانو په خپل یو بیان کې وویل مذاکراتو ته د امریکې دریځ "سطحي" او "غېر سنجیده" دی.

طالبانو په دغه بیان کې وویل امریکايي استازي په خبرو په هغو مسلو زور اچوي چې افغانان یې د خارجیانو د مداخلې بغیر خپل منځو کې حل کولی شي.

د امریکې او د طالبانو د خبرو ورستی دور د ډسمبر په میاشت کې په ابوظهبي کې شوی دی. پاکستان وویل چې دغه دغه لېده کاته انتظام یې کړی و.

طالبانو او خلیلزاد د خبرو دغه ناسته "گټه وره" وټاکله. په دغه نشست کې د پاکستان، سعودي عرب د متحده عرب اماراتو استازي هم موجود وو.

د غونډې وروسته طالبانو ویلي وو چې فریقین به د خپلو مشرانو سره د صلاح مشورېې وروسته بیا کښېني.

طالبان وايي د امریکایانو سره په خبرو کې یې دا تکل وي چې امریکایان به د افغانستان څخه کله وځي او امریکایانو ته دا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به بیا د ترهگرۍ دپاره نه استعمالیږي.

بلخوا، په جنگونو او سیاسي تشدد کې د مرگ ژوبلې په اړه معلومات راټولونکي ادارې ارمډ کانفلکټ لوکیشن اینډ اینونټ ډیټا پراجکټ ویلي ٢٠١٨ په افغانستان کې دتلافاتو په لحاظ تر ټولو خونړي کال و. اداره وايي په ٢٠١٨ کې په افغانستان کې د تشدد دلاسه ۴٣٥٧۴ تنان وژل شوې دي.

امریکا په افغانستان کې د خپل تاریخ تر ټولو اوږد جنگ کې ښکیل ده او تر دا وخت یې پرې یو کهرب ډالر مصرف کړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG