لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ته وسله رسوولو په سر امریکې د صومالیه په اتوو کسانو بندیزونه لګولي


عبدالرحمان محمد عمر په صومالیه کې د داعش د وسلې سمګلر ګڼل کېږي. په تېرو څلورو کلونو کې هغه د دوو مېلین ډالرو د زیات مالیت  وسلې سمګلېنګ کړی او نه یوازې د داعش دپاره بلکې د الشباب دپار هم کلاشنکوفې او د راکټ لانچر دلارې چلېدونکي ګرېنټونه اخیستي دي
عبدالرحمان محمد عمر په صومالیه کې د داعش د وسلې سمګلر ګڼل کېږي. په تېرو څلورو کلونو کې هغه د دوو مېلین ډالرو د زیات مالیت  وسلې سمګلېنګ کړی او نه یوازې د داعش دپاره بلکې د الشباب دپار هم کلاشنکوفې او د راکټ لانچر دلارې چلېدونکي ګرېنټونه اخیستي دي

په صومالیه کې داعش سره تړلې ډلې ته د وسلې رسد د مخنيوي په لړ کې امریکې د سمګلېنګ (قاچاق) د هغه عملیاتو په ضد ګامونه پورته کړي دي چې الشباب تنظیم ته هم د ایران نه وسله ورسوي.

د امریکې د خزانې وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په اتوو کسانو او یوې کمپنۍ پابندۍ اعلان کړې چې د تېرو څو کلونو راهسې يې په یمن او صومالیه کې وسله والو ډلو ته د مېلینونو ډالرو وسله سمګل، قاچاق کړې ده.

د پابندیو ښکار کسانو کې عبدلارحمان فايي، محمداحمد قانع او عیسا محمد یوسف شامل دي. فایي په صومالیه کې د داعش د روزانه عملیاتو مشر دی. قانع په صومالیه کې د داعش د استخباراتي څانګې مشر دی او یوسف مخکې بحري قزاق و او اوس داعش ته وسله وړي.

د ترهګرۍ او وسله والو د مالي چارو په اړه د امریکې د استخباراتي څانګې مسول براین نېلسن په یو بیان کې وویل د بندیزونو هدف هغه ځالې دي چې داعش او هم الشباب ته مالي وسایل برابروي.

نېلسن وویل د بندیزونو ښکار کسان په سمندري قزاقۍ او دماهیانو په غیرقانوني توګه نیولو کې هم لاس لري.

تېره میاشت هم د امریکې د خزانې وزارت په الشباب بندیزونه لګولي وو چې مقصد د ډلې د چندې جمع کولو صلاحیت ختمول وو.

د امریکي د خزانې وزارت چارواکي وايي وسله والو ډلو ته د وسلې سمګلېنګ لوی کاروبار دی.

عبدالرحمان محمد عمر په صومالیه کې د داعش د وسلې سمګلر ګڼل کېږي. په تېرو څلورو کلونو کې هغه د دوو مېلین ډالرو د زیات مالیت وسلې سمګلېنګ کړی او نه یوازې د داعش دپاره بلکې د الشباب دپار هم کلاشنکوفې او د راکټ لانچر دلارې چلېدونکي ګرېنټونه اخیستي دي.

د ۲۰۱۵ نه تر د ۲۰۲۰ پورې مهد عیسا عدن په مبینه توګه یمن کې سمګلران ته د اتوو لکو ډالرو مالیت وسله رسوولې ده.

د وي او ای رپورټ وايي په صومالیه کې د داعش لوړ پوړي چارواکي ایران سره لېن دېن کې ککړ دی.

د امریکې د خزانې وزارت په ۲۰۲۰ کې وویل په صومالیه کې د داعش د استخباراتي څانګې مشر قانع په هغه ډله کې شامل و چې د ایراني تاجرانو نه يې ۱۰۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي وو.

خو دا پوښتنې هم کېږي چې په داسې حال کې چې د ډلې صلاحیتونه کم شوي دی نو په دمره لویه کچه وسله او پېسې بیا چېرته ځي؟

د اقوام متحده د یو غړي ملک استخباراتي معلومات چې د سږ کال په شروع کې شایع شوي وو وايي په صومالیه کې القرار نومې دفتر د داعش د مالي چارو مرکز دی چې یم نه افغانستان ته د پېسو په انتقال کې مرسته کوي. دغه پېسې په صومالیه، موزمبيق او ډېموکرېټک ريپبلېک اف کانګو کې داعش وسله والو ته په تنخاګانو او وسله مصرفېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي اوای خبریالانو جېف سېلډن او د هارون معروف د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG