لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین په درامداتو د امریکې په نوي ټېکس عملداري شروع شوه


د چین د شېنګهايي ښار بندر
د چین د شېنګهايي ښار بندر

د چین په درامداتو د امریکې په نوي ټېکس عملداري د نهې، سه شنبې، د ورځ نه شروع شوه او د واشنګټن د اقدام په بدل کې بيجېنګ هم په امریکايي درامداتو نوي ټېکسونه اعلان کړل.

بېجینګ وویل امریکې نه د کویلې او د مایع قدرتي ګېس په درامداتو به ۱۵ فیصد ټېکس او د امریکې په خامو تېلو، زرعۍ مشيندري او په ځینو موټرو به ۱۰ فیصد ټېکس لګوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چین په ټولو مصنوعاتو ۱۰ فیصد ټېکس اعلان کړی دي چې د هغو کوښښونو برخه ده چې امریکې ته د نشۍ توکۍ فېنټېنل د سمګلېنګ مخنیوي دپاره په چین دباو واچول شي.

د امریکې حکومت ګڼي چې چین د هغه کیمیاوي جز بنیادي سرچینه ده په مېکسیکو کې د نشۍ توکو تیاروونکي يې په فېنټېنل کې استعمالوي.

چین ویلي د دې صنعت او د نشۍ توکیو د غېرقانوني تجارت خلاف ګامونه پورته کړي دي.

ټرمپ ویلي امید کوي چې چین به امریکې ته د فېنټېنل د راتګ مخه ونېسي او که داسې نه کوي نو په برامداتو به يې ټېکسونه نور زیات شي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېرولاین لېوټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل ټرمپ به په اینده ورځو کې د چین صدر شي جېن پېنګ سره خبرې کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو او د مېکسیکو د صدر کلوډیا شاینبانم سره د خبرو اترو وروسته ټرمپ د مېکسیکو او د کېنېډې په درامداتو ۲۵ فیصد ټېکسونه د یوې میاشت دپاره وځنډول.

ټرمپ سره د خبرو وروسته شاینبام په اېکس یو پېغام کې وویل مېکسیکو به خپل شمالي سرحد قوي کړي او امریکې ته به د نشۍ توکو او په خصوصي توګه د فېنټېنل د قاچاق مخه ونېسي.

هغې وویل امریکې لوظ وکړو چې مېکسیکو ته د طاقتورو وسلو د سمګلېنګ مخه به نېسي.

شاینبام وویل دواړه ملکونه به د تجارت او د سېکیورټي په موضوع خبرې اترې دوامداره ساتي او امریکې ته د مېکسیکو په برامداتو نوی ټېکس به د نن څخه تر یوې میاشت پورې معطل کړی شي.

ټروډو وویل امریکې ته د فېنټېنل سمګلېنګ مخنیوي دپاره به امریکې سره په سرحد نوي ټېکنالوجي او اضافي مامورین وګماري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ټروډو سره د خبرو وروسته ټرمپ په اېکس خپل پېغام کې وویل د کېنېډې وزیراعظم سره يې ښې خبرې اترې وشوې او د کېنېډې په مصنوعاتو مجوزه ټېکس به لږ تر لږه تر ۳۰ ورځو پورې وځنډول شي او په دې مهال به هغه او ټروډو په شریکه کار کوي.

کېنېډا، مېکسیکو او چین د امریکې لوی تجارتي همکاران ملکونه دي او دریو واړو ملکونو په خپلو مصنوعاتو د امریکې په ټېکس کې په اضافه احتجاج کړی و. که چېرې ټرمپ او ټروډو په کېنېډايي مصنوعاتو د امریکې د اضافې ټېکس په لړ کې څه مفاهمت ته ونه رسېدل نو د ګل، دوشنبې، د نېمې شپې وروسته به دا ټېکس نافذ شي.

ټرمپ په چینايي مصنوعاتو په ټېکس کې د ۱۰ فیصد اضافې اعلان کړی دی. بيجينګ ویلي ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن ته به د امریکاي اقدام په ضد احتجاج کوي.

کېنېډا د امریکې د نږدې ترینو ملګرو څخه یو هېواد دی خو ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په یو پوسټ کې ګیله وکړه چې کېنېډا امریکايي بېنکونو ته په ملک کې د کاروبار اجازت نه ورکوي او د نورو شیانو ترڅنګ دا جنګ د نشۍ توکیو خلاف هم دی او په امریکا کې په سلګونو زرګونه کسان د هغه نشي توکیو نه مړه شوي دي چې د مېکسیکو او د کېنېډې څخه امریکې ته راوړل کېږي.

دا نه ده واضحه چې د ټرمپ اشاره څه مسلې ته وه خو امریکايي بېنکونه د لسیزو راهسې کاروبار کوي.

ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ دا خبره ومنله چې د کېنېډې، چین او د مېکسیکو په درامداتو ټېسکونه زیاتول به ګرانۍ ځپلیو امریکایانو دپاره د خوراک څښاک، تېلو، موټرو او د نورو شیانو قیمتونه زیات کړي خو د هغه په قول د امریکايي مفاداتو د تحفظ دپاره به امریکایان دا قیمت ادا کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG