لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ په لړ کې افغان امریکايي تن ته د ١٠ کاله قید سزا اورول شوي


نجیب الله ځاځی
نجیب الله ځاځی

د امریکې په نیویارک ښار کې د ترهگرۍ د سارش په لړ کې افغان امریکايي شهري نجیب الله ځاځي ته عدالت د ١٠ کاله قید سزا اورولې ده.

نجیب الله ځاځی په کال ٢٠١٠ کې په دې الزام ونیول شو چې د کال ٢٠١١ د حملو د کالېزې په مناسبت یې په نیویارک کې په ریل د حملې سازش تیار کړی و. عدالت هغه ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قید سزا واوروله چې نجیب الله ځاځي د وړاندې نه پوره کړې ده.

امریکايي چارواکو ویلي ٣٣ کلن نجیب الله ځاځي د نیول کېدو نه پس د ترهگرۍ خلاف کارکونکو مامورینو سره "غیرمعمولي" مرسته کړې ده.

حکومتي وکیلانو ویلي نجیب الله ځاځي چاوراکو ته د ترهگرۍ په لړ کې استخباراتي معلومات او د القاعده وسله والو په اړه یې پوهه ورکړي.

په کال ٢٠١٥ کې نجیب الله ځاځي د پاکستاني شهري عابد نصیر په مقدمه کې گواهي ورکړه. عابدنصیر د انگلینډ په مانچسټر ښار کې په یو مال د حملې د سازش په الزام سزا شوی دی. د دې نه علاوه نجیب الله ځاځي په نیویارک د ترهگرۍ په سازش کې د هغه سره شریک یو بل تن خلاف هم گواهي ورکړې ده.

د نیویارک د ترهگرۍ په سازش کې دریم تن زرین احمدزي ته هم ١٠ کاله د قید سزا اورول شوې ده خو د نیول کېدو راهسې دغه وخت یې په زندان کې تېر کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ نجیب الله ځاځي ته د سزا اورولو په وخت د عدالت جج یا قاضي ورته وویل "زه هیڅ شک نه کوم چې تا یو ژوند بچ کړی دی."

ځاځي عدالت ته وویل په خپلو کړو پښېمانه دی او "زه بخښنه غواړم."

د چارواکو په وینا ځاځي په امریکا کې تندوري خپله کړې وه او په پاکستان کې یې د القاعده په کېمپ کې تربیه ترلاسه کړې وه.

ځاځي ته د ورکړی شوی قید وخت هغه په کال ٢٠١٠ کې د گرفتارۍ راهسې پوره کړې دی نو ځکه هم هغه زر ازادیدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG