لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په ټیکساس ریاست کې مسلح تن 20 تنه وژلي


Texas Mall Shooting
Texas Mall Shooting

د امریکا ټیکساس ریاست په یو شاپنگ مال کې د ډزو په يوه پېښه کې د 15 نه سیوا کسان وژل شوي او گڼ شمیر نور ژوبل شوي دي چې په هسپتال کې ېې علاج روان دی چې پکې ماشومان هم شامل دي.

د ډزو دا پېښه د ټیکساس ایل پاسو ښار په وال مارټ سټور کېمخې ته راغلې کوم چې د میکسیکو او امریکا ترمنځه پلې نه یو څو میله لرې دی.

د پولیسو وینا ده چې یو سپن پوستی تن ېې نیولی دی د چا په اړه چې گمان کیږي چې یواځنی برید کونکی دی. امریکاي میډیا د 21 کلن برید کونکي نوم پیټرک کروسس ښاي.

د ایل پاسو ښاروال ډی مارگو سي این این ته ویلي دي چې دا یوه غمجنه پېښه ده او مونږه چری سوچ هم نه وو کړی چې ایل پاسو کې به داسی وشي.

د سپینی مانړی ویاند ویلي دي چې صدر پدې پېښې خبر کړی شوی دی او مونږه لگیا یو په صورتحال د ډیر نژدی نه نظر ساتو. صدر ټرمپ د ټیکساس گورنر سره خبرې شوي دي.

د ټیکساس گورنر گریگ ایبټ لخوا جاري شوی بیان کې ویل شوي دي چې په ایل پاسو کې ډیر ظالمانه گام ترسره شوی دی. زمونږه زړونه په دې پېښې کې اغېزمنه شوو او ټولې ټولنې سره دي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ څوک چې دا وخت په نیوجرسي کې پخپل گولف کلب کې دی خپل ټویټ پیغام کې ویلي دي چې د سیمی نهراغلي خبرونه ډیر بد دي، گڼ شمیر خلک وژل شوي دي. زما د ټیکساس گورنر سره خبری شوي دي او ورته می ویلي دي چې د وفاقي حکومت لخوا به ورسره پورا مرستی کیږي.

د ډزو دا پېښه د ځاي وخت مطابق د سهار 10 بجی مخی ته راغلی.

د امریکا ای بي سي نیوز ویب پانړی ترمخه روان کال په امریکا کې د اولسي وژنې 15مه پېښه ده.

ایل پاسو ښار چې نژدې 6 لاکه 80 زره ابادي لري د میکسیکو سره په پله پرته ده.

یوې اونۍ نه هم لږ وخت مخکې د کیلي فورنیا په گېلراې ښار کې هم د ډزو پېښه ترسره شوې وه چې پکې 3 تنه وژل شوي او 13 نور ژوبل شوي وو، په وژل شو کې دوه ماشومان هم وو.

.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG