لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېکساس کې په یو سکول برید کې ۸ زده کونکي وژل شوي


د امریکا په ټېکساس ایالت کې ځايي چارواکو ویلي په سانټافی ښار کې د جمعې په سحر د یو تن لخوا په سکول کې ناتاره ډزې شوي چې پکې اته زده کونکي وژل شوي او برید کونکی دا مهال د پولیسو په ولقه کې دی.

د سانټافی اولسوالۍ د سکولونو ادارې یو بیان کې ویلي دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې په سکول کې په لویه شمیره زده کونکي موجود وو. اداره وايي دغه سېمه تړل شوې ده.

په دغه سکول کې د ډزو اوریدو وروسته پولیس، امنیتي او د بیړني حالت ادارې د پېښې ځاې ته رسیدلي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د رپورټ تر مخه یو زده کونکي د هیوسټن ځايي ټي وي ته ویلي چې برید کونکی د دوي لومړي مضمون په وخت کلاس یا ټولګي ته ورننوتو او ناتاره ډزې یې پیل کړې.

تر دې دمه د برید کونکي د حدف په اړه څه معلومات نه دي ترلاسه شوي او د دغې پېښې نور معلومات راروان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG