د امریکې نومنتخب صدر ډانلډ ټرمپ په خپله کابینه کې د خارجه وزارت دپاره ریکس ټیلرسن نامزد کړی دی. ښاغلی ټیلرسن د ټیکسس ریاست سره تعلق لري او د امریکې د تیلو د یوې لوې کمپنۍ مشر دی. څیړونکې وايي ټیلرسن د سیاست او د سفارتکارۍ څه تجربه نشته خو د روس صدر ولادیمیر پوټن سره ډیر نژدې تعلقات لري.
د ریکس ټیلرسن د ممکنه نامزدگۍ په اړه خبرونه تیره هفته ډانلډ ټرمپ سره د هغه د دویم ملاقات ورسته راڅرگند شول او د ډانلډ ټرمپ معاوینینو وویل د خارجه وزارت لپاره هغه یو قوي امیدوار دی. او ناقدینو پرې سمدستي ټوکنه پیل کړل او ویل يي هغه د سیاست هیڅ تجربه نه لري.
خو داسې ښکاري چې ډانلډ ټرمپ په هغه کې نورې خوبۍ ویني. ټرمپ ویلی د ټیلرسن تر ټولو لویه خوبي دا ده چې هغه د نړي والې کچې کردارونه ډیر ښه پیژنې او په روس کې يي لوې لوې لوظنامې ترسره کړې دي.
هم ددې معاهدو په سبب د روس صدر ولادیمیر پوټن د کال ٢٠١٣ د ارډر اف فرینډشپ نومې اعزاز هغه ته ورکړی دی. ریکس ټیلرسن ویلي هغه د کال نونسوه نهه نوي راهسې پوټن پیژني او د هغه سره ډیر نژدې تعلقات لري.
ټیلرسن په روس د امریکې د بندیزونو مخالف و. هم ددې پابندیو دلاسه هغه په دې مجبور شوی و چې روس سره ځینې منافع بخش معاهدې ختمې کړي. روس سره د هغه تعلقات په سنیټ کې د هغه د منظورۍ لاره نیولی شي.
تیره هفته ددې استخباراتي رپورټونو ورسته چې روس د ډانلډ ټرمپ د کامیابۍ دپاره د امریکې په صدارتي انتخاباتو کې لاس وهنه کړې ده، د دواړو هیوادونو تعلقات لا نور هم د تاوتریخوالي ښکار شول.
د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې ای بي سي ټیلي وژن گډ مارننگ امریکا پروگرام کې د ډانلډ ټرمپ مشیرې کیلي این کانوی د ټیلرسن د نامزدگۍ دفاع وکړه.
میرمن کیلي این وايي ټیلرسن ولادیمیر پوټن سره په کوم مقامي شرابخانه کې شراب نه دي څښکلي، هغه ورسره کاروباري لین دین کړی دی او امریکا د روس په رنگ گڼ شمیر هیوادونو سره ښه تعلقات نه لري.
ټرمپ په انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې خبره ردوي او په وار وار يي ویلي ماسکو سره په تعلقاتو کې به بهتري راولي.
ځینې څیړونکې وايي ټرمپ روس د نظریاتي مسلو نه زیات په کاروباري معاهدو کې دلچسپي لري.
بډ کینیډي د ټیکسس ریاست سره تعلق لرونکی سیاسي تجزیه کار دی، وايي د ټیلرسن نامزدگي د یو داسې تن ده چې سیاست، د سفارتکارۍ او د وایټ هاوس تجربه نه لاري او دا یو واضح پیغام دی.
په عین حال کې ځینې ناتایده رپورټونه وايي د نایب خارجه وزارت دپاره ډانلډ ټرمپ جان بولټن نومول غواړي چې پخوانی سفارتکار او په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازی پاتی شوی دی. په مختلفو مسلو هغه د خپل سخت دریځ اختیارولو شهرت لري.