لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ویتنام ته د پوټین په سفر د امریکا غبرګون: غواړو له هنوی سره د اړیکو ژورتیا ته پام وکړو


امریکې ویتنام ته د روسي صدر ولادیمیر پوټین سفر ته په غبرګون کې ویلي، واشنګټن به یواځې دې ته توجه کوي چې له هنوی سره خپلې اړیکې ژورې کړي او هڅه کوي چې له خپل رقیب چین سره د سیالۍ لپاره له ویتنام سره اړیکې لا ټینګې کړي.

له شمالي کوریا سره د دوه اړخیز دفاعي تړون له لاسلیک کولو یوه ورځ وروسته صدر پوټین ته په ویتنام کې په پوځي مراسمو کې د 21 توپونو سلامي وشوه او په هنوي کې یې وویل، په سیمه کې "د باور وړ امنیتي چوکاټ" جوړول غواړي.

د پوټین له سفره څو ګنټې وروسته واشنګټن اعلان وکړ چې د ختیځې اېشیا لپاره خپل اعلی سفارتکار ډېنیل کریټنبرینک به د جمعې او شنبې- خالي په ورځو ویتنام ته سفر وکړي.

امریکا وایي سفیر به یې د واشنګټن پر دې عزم ټینګار وکړي چې له ویتنام څخه د انډو پېسیفیک سمندر د سیمې د "ازادې او پرانیستې" پاتېدو ډاډ تر لاسه کړي.

د اېشيا دوو هېوادونو ته د پوټين سفر ته په دې نظر کتل کېږي چې ګواکې دا لوېدیځ ته د جګړې بلنه ده او پوټین ته د ويتنام پر کوربه توب واشنګټن سختې نيوکې کړې او وايي روسي صدر ته بايد سټېج نه وای ورکړل شوی چې په اوکراين کې د جګړې دفاع وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې وپوښتل شول، ایا امریکا دا ګڼي چې پوټین به له ویتنامه د اوکراین د جګړې ملاتړ وغواړي، کربي وویل واشنګټن تمه لري هنوی به د مځکنۍ بشپړتیا او خودمختارۍ د درناوي لپاره د ملګرو ملتونو له اصولو سره تړلی پاته شي.

جان کربي له ویتنام سره تېر کال د امریکې د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او ویې ویل، "موږ به د خپلو او د سیمې د ګډو ګټو لپاره د [اړیکو] ژورولو، پراخولو او ښه کولو ته دوام ورکړو."

امریکا اوس د ویتنام د صادراتو یا برآمداتو لوی بازار دی او د امریکې بهرنیو چارو وزارت د ډېنیل کریټنبرینک د سفر د اعلانولو په وخت ویلي، امریکا او ویتنام تر خپل منځ هراړخیزه سټرېټیجکه ملګرتیا لري:

"هغه [ډېنیل] به د یو پیاوړي، خپلواک، لچکدار او سوکاله ویتنام لپاره د امریکې ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړي او د دوه اړخیزې سټرېټیجکې ملګرتیا لپاره د امریکې د قوي ژمنو پر عملي کېدو به ټینګار وکړي".

هنوی د پوټین د سفر په مهال روس او ویتنام د انرجۍ په ګډون د بېلابېلو څانګو په اړه تړونونه لاسلیک کړل، دا د اوکراین د جګړې له کبله په روس باندې د لوېدیځ له بندیزونو وروسته لوېدیځې اېشیا ته د ماسکو پاملرنه په ګوته کوي.

هنوی د جولای په 26مه د امریکې یوې مهمې پرېکړې ته په تمه دی چې ایا ویتنام به د مارکیټ د اقتصاد حالت ته لوړ کړي که نه او څېړونکي وایي کېدای شي د پوټین کوربه توب په دې باندې اغېز وکړي.

د امریکې د خزانې وزیرې جېنټ یلن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د خبریالانو هغې پوښتنې ته جواب ور نه کړ چې ترې وپوښتل شول ایا له ماسکو سره د ویتنام نیزدې اړیکې به د امریکې د تجارت وزارت راتلونکې پرېکړې اغېزمنې کړي که نه.

جېنټ یلن وویل واشنګټن ویتنام ته د شریک په سترګه ګوري چې ورسره د رسد لړۍ پراخه کړي او په چین باندې خپله تکیه کمه کړي. هغې وویل د پرمختللې ملګرتیا له کبله ویتنام ته له روس یا چین سره د اړیکو شلولو اړتیا نه شته، ځکه چې وایي هنوی د ډېرو هیوادونو سره د کار کولو خپله پالیسي لري.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG