لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا به اوکراین ته د ځمکې نه په هوا کې هدف وېشتونکي مزایل ورکوي


د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي
د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي

امریکې د جمعې په ورځ اوکراین سره د 820 مېلین ډالرو نوي پوځي امداد تفصیلات اعلان کړل چې پکې به د ځمکې نه په هوا کې هدف وېشتونکي مزایل او د توپخانې معلومولو رېډار شامل وي.

د امریکې صدر جوبایډن د سپېن په مېډرېډ ښار کې د نېټو پوځي اتحاد د غونډې په موقع اوکراین سره د تازه امداد اعلان کړی و او یوې خبري غونډې ته یې ویلي وو امریکا به تر هغه وخت پورې د اوکراین مرسته کوي ترڅو چې یې ضرورت لري.

د وي او ای د رپورټ ترمخه اوکراین ته د ورستي امریکايي امداد مقصد د روس د اوږدې فاصلې پورې هدف وېشتوونکو مزایلو مخه نیول دي. دا امداد په داسې حال کې هم ورکړی کېږي چې د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي د امریکا په شمول د نورو مغربي ملکونو نه د جدیدو وسلو غوښتنه کړې.

د امریکې د دفاع وزارت پېنتګان د جمعې په ورځ وویل د صدر بایډن حکومت تر اوسه پورې اوکراین ته د اووه اشاریه شپږ بېلین (ارب) ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې پکې هغه د اووه بېلین ډالرو هغه امداد هم شامل دی چې واشنګټن کییف ته په اوکراین د روس د یرغل نه وروسته ورکړي دي.

پېنګان د اوکراین ته د نور پوځي امداد تفصیلات په داسې حال کې اعلان کړي چې د جمعې په ورځ په اوکراین د روس د مزایلو په حمله کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي دي او یوه د ملکي کسانو وداني او یو تفریحی مرکز پکې لګېدلي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه اوکراین سره د امریکې د مرستې په څوارلسمه کڅوړه کې به د هوايي حملې نه د دفاع دوه نظامونه شامل وي چې د روس د کروز مزایلو او هوایي جهازونو په ضد په بهتره طریقه دفاع کې به د اوکراین د ځواکونه مرسته کوي.

په تازه امریکايي امداد کې به اوکراین ته د 155 مېلې مېټر توپخانې او د نورې وسلې ګولې او مرمۍ ورکړی کېږي.
د اوکراین په اوډیسه سیمه کې د جمعې په ورځ سحر وختي د روس د مزایلو په حمله کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي او په شلګونو نور کسان زخمیان شوي دي، د اوکرایني چارواکو په وېنا په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او په حمله کې یوه رهایشي وداني هم لګیدلې ده.

د اوکراین دفاع وزارت په یو بیان کې وویل په حمله کې لګېدلي نهه منزله وداني د بلهورود دنستروېسکي ښار کې وه.

د اوکراین صدر د جمعې په ورځ قام ته د وډیو د لارې خپل پېغام کې د مزایل حمله "روسي ترهګري" وبلله او ویې وېل دا نه غلطي او نه اتفاقي مزایل برید وو. هغه وویل دغه حمله روس قصداً کړې ده.

روس په اوکراین کې په ملکي خلکو د حملو خبره ردوي.

د کرېملېن ترجمان دمتري پېکوف وویل د صدر ولادیمیر پوتین دا خبره به دریاده کړم چې روسي ځواکونه ملکی هدوفونه نه په نخښه کوي.

په اوډیسه کې د جمعې په ورځ د مزایلو د حملې نه څو ګنتې مخکې روس ویلي وو چې ځواکونه یې د اوکراین د سنېک ایلېنډ نه په شا شوي دي. د وي او ای د رپورټ ترمخه دغه جزیره په اوکراین د روس د یرغل په ضد د اوکرایني ځواکونو د مزاحمت علامت جوړ شوی و.

د روس د دفاع وزارت وویل په جزیره کې د خپل مشن مکمل کولو وروسته روسي ځواکونه د نیک نیتي په بنیاد د جزېرې نه ووتل.

په اوکراین د روس د یرغل وروسته فېنلېڼد او سویډن د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو کې د شاملېدو خواست او نېټو ورته د غړېټوب ورکولو اراده څرګنده کړې ده.

ترکي چې تر اوسه یې په نېټو کې د فېنلېنډ او سوېډن د شمولیت مخالفت کولو، د خپل دریځ نه په شا شوی دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان خبرداری کړی چې که سویډن او فینلېنډ له ترکیې سره پر نوي تړون عمل ونه کړي، نو په نېټو کې به یې د غړیتوب مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې تر شاوخوا څلورنیمې میاشتو وروسته هم لا پر اوکراین د روس بریدونه روان دي، په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب موضوع توده شوې ده.

ترکیې په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب غوښتنې د ملاتړ په بدل کې له دغو هیوادونو غوښتي چې 33 کورد وسلوال او د 2016م په «کودتا» کې په لاس لرلو تورن کسان ور وسپاري.

ترکي صدر رجب طیب اردوان نن په مېډریډ کې د نېټو د غونډې په پای کې په داسې حال کې دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکې په مشرۍ اتحاد له سویډن او فینلېنډه په رسمي توګه وغوښتل چې په نېټو کې ګډ شي.

ترکي تر دې مخکې په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب مخالفت کاوه او پر دغو هېوادونه یې تور لګاوه چې د کردستان د کارګر ګوند غړو ته یې پناه ورکړې ده. ترکي، یورپي ټولنه او امریکا دغه ګوند په ترهګر تنظیم یادوي.

له دې سره سره ترکي د وسلو اخیستلو د هغه محدودیت لرې کېدل هم غواړي چې په 2019 کال کې په شام کې د ترکي له پوځي مداخلې وروسته پرې ولګول شو. خو ولسمشر اردوان د امریکې له صدر جوبایډن سره تر ملاقات وروسته په نېټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو مخالفت پرېښوو.

ترکیې دوې ورځې مخکې له فینلېنډ او سویډن سره د لسو مادو پر یو تړون اتفاق وکړ چې په بنیاد یې دغه هیوادونه له کورد وسلوالو سره د انقرې مبارزه چېلنج کوي ‌او غوښتنه کوي چې د ترکي د 2016 کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن کسان به انقرې ته سپاري.

ترکي له سویډنه غواړي چې 21 او له فینلېنډه غواړي چې 12 مشکوک کسان ور وسپاري. انقرې ددغو کسانو نومونه نه دي‌ اخیستي، خو د کارګر ګوند مشر فتح الله ګولن او غړي یې تورن کړي چې د 2016م کال د کودتا پلان یې جوړ کړی وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG