لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا غواړي چې د اسرایل او حماس د جنګ په اړه چین مثبت دریځ خپل کړي


د اکتوبر د ۲۶ نه تر د اکتوبر د ۲۸ نېټې پورې د واشنګټن د دورې په مهال به واننګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره ملاقاتونه کوي
د اکتوبر د ۲۶ نه تر د اکتوبر د ۲۸ نېټې پورې د واشنګټن د دورې په مهال به واننګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره ملاقاتونه کوي

د لوړ رتبه امریکايي مامورینو سره خبرو اترو دپاره به د چین خارجه وزیر وانګ يي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ واشنګټن ته راورسي او داسې ګڼل کېږي چې د وانګ دوره به د امریکې او چین ترمنځ په زیاته لوړه کچه د ملاقاتونو لاره هواره کړي.

وانګ په داسې حال کې د امریکې دوره کوي چې امریکايي چارواکي غواړي د اسرایل او حماس د جګړې په اړه دې بيجېنګ زیات مثبت دریځ اختیار کړي.

د اکتوبر د ۲۶ نه تر د اکتوبر د ۲۸ نېټې پورې د واشنګټن د دورې په مهال به وانګ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون سره ملاقاتونه کوي. دا خبره د امریکې حکومت چارواکو کړې.

امکان دی چې امریکايي چارواکو سره د وانګ د خبرو په مهال صدر جوبایډن هم چینايي وزیر ته د هرکلي دپاره ورشي.

بلخوا د چين خارجه وزارت ویلي خپل وس به کوي چې په مينځني ختیځ کې روانه شخړه د خبرو اترو د لارې حل کړي او د مسلې حل د دوو رياستونو په جوړښت کې ویني.

د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د معمول په يو خبري کانفرنس کې د چين د خارجه وزارت وياندې ماو نېنګ ووېل، " د فلسطين او اسرايل کشاله نوره سنګينه شوې ده، په غزا کې حالات ډېر بوژنونکي دي، او دغلته روانه جګړه نورې نړۍ ته د خورېدلو خطره ده"

مېرمن ماو زياته کړه چې په دغه جګړه کې دې د نړيوالو قوانينو احترام وکړی شي، " ټولې ډلې دې د بشري حقونو د نړيوالو قوانينيو احترام وکړي او د عامو خلکو تحفظ ته دې ډېره پاملرنه وکړي، او د دې خبرې دې پوره خيال وساتلی شي چې داسې څه او نه شي چې لوی بشري ناورين ترې جوړ شي."

د چين د خارجه وزارت دغه تبصره د اسرايل او حماس په روانه جګړه کې د واشنګټن د دریځ برعکس ده او څيړونکي وايي دې سره به د چين او امريکې ترمينځ تاو تريخوالی نور زيات شي.

د امريکې صدر جوباېډن په ۱۹ اکتوبر امريکايي ولس ته په ټېلي وژن د وېنا په وخت ويلي وو چې د اسرايل او يوکرېن مرستې به روانې ساتي،" مونږه د تاريخ نه دا زده کړي دي چې کله ترهګر او ډېکټېټران د احتساب سره مخ نه شي نو په نړۍ کې ډېره مرګ ژوبله کېږي، او دغسې روانه وي،‌ او د دغې تاوان امريکا او ګرده نړۍ ورکوي"

چين د مارچ په مياشت کې د ايران او سعودي ترمينځ مينځګړيتوب کړی و او د دواړو ترمينځ يې سفارتي اړيکې بيا په ځاېې کړي دي د چين دغې ګام ته نړۍ په مينځني خطيز کې د چين د زياتيدونکي اثر په سترګه ګوري.

څيړونکي وايي، چين ځکه په اسرايل ټکونه کوي چې ګنې په فلسطين زور زياتی کوي او داسې غواړي چې په دې خبره د اسلامي نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي.

چين د ايران په تېلو کې دلچسپي لري او په تېرو دوو کالو کې يې د ايران نه د تېلو اخيستلو کاروبار يو په درې زيات شوی او ورسره يې يو شمېر لوظنامې هم کړي دي‌. ايران د فلسطيني مسلح ډلې حماس پلوي دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG