لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د القاعده سره د تعلق په شک کې نیول شوی پاکستاني قېدي به د ګوانټانامو زندان نه ازاد کړی شي


سېف الله پراچه په هغو ۴۰ قېدیانو کې شامل دی چې دا وخت په ګوانټانامو کې موجود دي. په کال ۲۰۰۳ کې دغه تعداد ۷۰۰ و
سېف الله پراچه په هغو ۴۰ قېدیانو کې شامل دی چې دا وخت په ګوانټانامو کې موجود دي. په کال ۲۰۰۳ کې دغه تعداد ۷۰۰ و

د امریکې په ګوانټانامو بی زندان کې ۷۳ کلن پاکستانی قېدي سېف الله پراچه به د ۱۶ کلونو د قېد وروسته ازاد کړی شي. هغه د القاعده سره د تعلق په شک کې نیول شوی و خو په رسمي توګه پې فرد جرم نه دی لګول شوی. دا خبره د هغه وکیل کړې ده.

د سېف الله پراچّه وکیل شېلبي سولېون بېنس اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل چې د قېدیانو صورتحال ته د کتنې یوې ډلې سېف الله پراچه او دوه قېدیان په هغوی د لګول شویو الزاماتو نه صفا ټاکلي دي.

د رپورټ ترمخه پراچه د ګل، دوشنبې، په ورځ هغه د خوشي کېدو د فېصلې نه خبر کړی شو.

ای پي د سولېون بېنس له قوله وايي څنګه چې په عامه توګه په داسې کېسونو کې کېږي پراچه د خبرتیا په یاداشت کې نور تفصیل نه دی ورکړی شوي خو دا پکې وېل شوي چې هغه نور د امریکې دپاره خطر نه دی.

ای پي وايي چې پراچه ته د ازادۍ د یاداشت ورکولو معنا دا هم نه ده چې هغه به زر خوشی کړی شي خو دا هغه پاکستان د سپارل کېدو په لړ کې یو ګام دی.

د ای پي د رپورټ ترمخه د صدر جوبایډن حکومت ویلي د ګوانټانامو بی زندان د تړلو عمل به بیا شروع کوي. دغه بهیر د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې ودرول شوی و.

د سولېون بېنس فکر کوي چې سېف الله پراچه به په اینده څو میاشتو کې ازاد کړی شي. "پاکستانیان هغه بېرته غواړي او زمونږ خیال دی چې د هغه د ستنېدو دپاره کوم خڼد نشته."

ای پي وايي د امریکې د دفاع وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

قېدیانو صورتحال ته د کتنې ډلې یا پرېزنر ريویو بورډ د یمن عبدالرحیم عثمان وویل چې هغه به هم ازاد کړی شي. هغه د ۲۰۰۲ راهسې په ګوانټانامو کې بند دی او په رسمي توګه پې فرد جرم نه دی لګول شوی. دا خبره د هغې وکیلې بېت جېکب کړی ده.

ای پي وايي د نیول کېدو نه وړاندې سېف الله پراچه په نیویارک ښار کې جایداد لرلو او یو شته من کاروباري تن و. د امریکايي چارواکو په وینا هغه د القاعده سهولت کار و او د ۹/۱۱ حملو د دوو منصوبه سازانو یې د پېسو په یوه معامله کې مرسته کړې وه. خو هغه ویلي هغه ته نه وه معلومه چې دغه کسان د القاعده غړي وو. هغه دا خبره رد کړې چې ترهګرۍ کې ککړ و.

سېف الله پراچه په ۲۰۰۳ کې په تايي لېنډ کې نیول شوی و او د دغه وخت راهسې په ګوانټانامو کې دی. د ای پي ترمخه امریکا دا دریځ لري چې د جنګ د نړیوالو قوانین دلاندې يو قېدي په رسمي توګه د فرد جرم بغیر هم د نامعلومه مودې پورې بند ساتلی شي.

ای پي وايي پراچه د شوګر او د زړه د ناروغۍ ترڅنګ د یو شمېر نورو بېمارو ښکار دی، د نومبر په میاشت کې په اتم ځل د ریویو بورډ مخې ته حاضر شوی و. دغه بورډ د پخواني امریکايي صدر براک اوبامه په وخت کې جوړ شوی و چې کتنه کوي چې وګوري چې کوم قېدیان ازاد کړی شي بیا د امریکې په ضد فعالیتونو کې ککړ نشي.

د هغه وکیل وویل د صدر بایډن د منتخب کېدو او د هغه د خراب صحت په سبب سېف الله پراچه خوشبینه و چې ازاد به کړی شي. دغه ډول د هغه د زوي په مقدمه کې هم پرمختګ شوی دی.

د سېف الله پراچه زوی عزیر پراچه ته په کال ۲۰۰۵ کې د نیویارک یو عدالت ترهګرۍ سره د مرستې په الزام سزا ورکړې وه. هغه ته دغه سزا د هغه ګواه د بیان په بنیاد ورکړی شوې وه چې په سر یې سېف الله پراچه نیول شوی و.

په کال ۲۰۲۰ کې یو جج د دغه ګواه بیان مسترد کړو او عزیر پراچه ازاد شو او پاکستان ته ولېږل شو.

سېف الله پراچه په هغو ۴۰ قېدیانو کې شامل دی چې دا وخت په ګوانټانامو کې موجود دي. په کال ۲۰۰۳ کې دغه تعداد ۷۰۰ و.

د سېف الله پراچه ترڅنګ نهه داسې کسان په ګوانټانامو کې دا وخت موجود دي چې د ازادۍ دپاره صفا ټاکل شوي دي. په دغو کسانو کې هغه تن هم شامل دی چې په کال ۲۰۱۰ کې یې د ازادۍ فېصله شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG