لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: د اسد رژیم په لکونو بې ګناه شامیانو باندې ظلمونه کړي او وژلي یې دي، سقوط یې د انصاف عمل دی

د باغیانو په لاس د شام د صدر بشار الاسد د واکمنۍ له ختمېدو وروسته د امریکې صدر جو بایډن د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، امریکا به په شام کې له شریکانو او ټولو اړخونو سره کار وکړي چې له موقعې ګټه واخلي او د خطر په مخنیوي کې مرسته وکړي.

بایډن د اتوار- یکشنبې په غرمه په سپینه ماڼۍ کې په خپلو شاوخوا اته منټه خبرو کې وویل چې امریکا به د واک د منتقلۍ په دوره کې د شام د ګاونډیانو ملاتړ وکړي او د باغیانو د خبرو او کارونو ارزونه به کوي.

صدر جو بایډن په خپلو خبرو کې د شام د آمرانه حکومت په ختمېدو خوشالي څرګنده کړه، ځکه چې وایي "دغه رژیم په لکونو بې ګناه شامیانو باندې په وحشیانه توګه ظلمونه کړي، په اذیت کړي یې دي او وژلي یې دي. د رژیم سقوط د انصاف یو بنیادي عمل دی".

بایډن وویل امریکایي ځواکونو د یکشنبې- اتوار په ورځ په شام کې د داعش وسلوالې ډلې د کېمپونو او فعالینو د په نخښه کولو لپاره پر هغوی په لسګونو کره بریدونه کړي دي.

امریکایي صدر په غوڅو الفاظو خبرداری ورکړی چې په دې باندې به د امریکا نظر وي چې داعش به هڅه وکړي او په شام کې د حکومت د ړنګېدو له خلا به ګټه واخلي چې په خلکو کې خپل اعتبار بیرته پیدا کړي او یو خوندي پناه ځای پیدا کړي خو وایي "موږ به د دې کار اجازه ور نه کړو".

وایي دا یواځې داعش نه دی چې یو خطر دی او امریکا به محتاط اوسېږي ځکه چې د ده په وینا ځینې هغه باغي ډلې د ترهګرۍ او بشري حقونو د سرغړونو ریکارډ لري چې د بشارالاسد حکومت یې ختم کړ.

په شام کې د هیئت تحریر الشام ډلې د وسلوالو او د حکومتي ځواکونو تر منځ د نومبر په وروستیو ورځو کې نښتې پیل شوې او یو په بل پسې یې د شام څو ښارونه ونیول او د شنبې- خالي په ورځ سرښار دمش ته ورسېدل او د صدر بشارالاسد حکومت یې ختم کړ.

بایډن وویل امریکا په رسمي ډول نه پوهېږي چې بشارالاسد چېرې دی خو د هغو رپوټونو ذکر یې وکړ چې وایي هغه ماسکو ته تښتېدلی او هلته پناه ورکړل شوې ده. بایدن وویل له اسد سره "باید حساب وشي".

صدر بایډن وویل شام د خطر او ناڅرګند حالت له دورې تېرېږي او وایي دا په کلونو کې لومړی ځل دی چې نه روس، نه ایران او نه هم د حزب الله وسلوال تنظیم په شام کې څه موثر کردار تر سره کړی دی:

"له کلونو راهیسې د بشارالاسد اصل ملاتړي ایران، حزب الله او روس دي، خو په تېره اوونۍ کې د دوی ملاتړ ختم شو، ځکه چې دا درې واړه د هغې ورځې په نسبت ډېر کمزوري دي کله چې ما واک تر لاسه کړ".

بایډن وویل، دا له اوږدې مودې د شام ځورېدلو خلکو لپاره یوه تاریخي موقع ده چې د خپل ویاړلي هیواد لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي، خو دا د خطر او ناڅرګند حالت شېبه هم ده چې هلته به پر مخ څه پېښېږي:

"څنګه چې موږ ټول له دې پوښتنې سره مخ یو چې مخته به څه کیږي، امریکا به په شام کې له خپلو شریکانو او ښکېلو اړخونو سره کار کوي چې د خطر د مخنیوي لپاره له موقعې په ګټه اخیستلو کې مرسته وکړي".

د شام د ډیموکرېټیکو ځواکونو کمانډر چې د امریکې په ملاتړ او د کردانو په مشرۍ فعالیت کوي د یکشنبې- اتوار په ورځ د بشارالاسد د حکومت ړنګېدل تاریخي اقدام وباله او ويې ستایه.

د دغو ځواکونو کمانډر مظلوم عبدي په ټیلیګرام باندې په خپل خپاره کړي ویډیو پیغام کې ویلي، "مو په شام کې تاریخي شېبې تجربه کوو، ځکه چې په دمشق کې د آمرانه رژیم د پرځېدو شاهدان یو".

بایډن وویل امریکا به د واک د منتقلۍ په دوره کې د شام د ګاونډیانو لکه اردن، عراق، لبنان او اسرایل ملاتړ وکړي او سیمې ته به خپل اعلی چارواکي واستوي.

د بایډن په وینا امریکا به له "ټولو شامي ډلو" سره د یو ازاد او خپلواک حکومت په جوړولو کې مرسته وکړي. وایي په دې ژمنه کې به له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته شام ته د بشري مرستو رسول هم شامل وي.

بشارالاسد په 2000م کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته د دغه هېواد مشري پر غاړه واخیسته. د اسد په متحدینو کې روس، ایران او د لبنان وسلواله ډله حزب الله شامل دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG