لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي: هېواد یې چین سره اقتصادي تعلقات نه ختمول غواړي 


د امریکې تجارتي نماینده کېتهرین تايي
د امریکې تجارتي نماینده کېتهرین تايي

د امریکې تجارتي نماینده کېتهرین تايي دا هفته په یوه مرکه کې ویلي امریکا د چین سره تجارتي روابطو ته د بیا کتنې دپاره سټراټیجي جوړول غواړي او په دې کې يې دلچسپي نشته چې دغه تعلقات دي سراسر ختم کړی شي .

مېرمن تايي دا خبره په سنګاپور کې وکړه چېرته چې هغه د بايډن انتظامیی د انډوپېسیفک اکنامک فرېم ورک په سر خبرو دپاره موجود وه .

دهغې ترمخه د دې فرېم ورک یا تګلاری مقصد دا دی چې په دې سیمه کې امریکا او د امریکې په شان سوچ لرونکي ملګري په مهمه معاشي مسلو او راتلونکو عالمي چېلنجونو باندې یوه ځای کار کولی شي او په دې کې دا هم شامل دي چې د خپلو معیشتونو د ودې دپاره یوه ځای کار وکړي.

کېتهیرین تايي دغه مرکه د بلومبرګ ټی وي سره وکړه.

دی نه یو څو ورځې وړاندی د کانګرس کمېټۍ ته هم تايي ویلي وو، دا وخت دی چې امریکا د چین سره د یو اقتصادي ملګري په حېثیت تعلقاتو ته بیا کتنه وکړي. هغې دا هم زیاته کړي وه د ټرمپ په انتظامیه کې اخیستل شوي ګامونو هیڅ نتیجې نه دي راوړي چې چین د امریکا سامانونو دپاره خپل مارکیټونه پرانېزي او د مقابلې خويي بدل کړي .

د نهې په ورځ انټرویو کې مېرمن تايي ویلي، امریکا ته وس د چین سره د تعلقاتو سمولو دپاره نورې لارې اختیارول پکاردي

هغه لاری څه کېدی شي؟ د دې په جواب کې مېرمن تايي وویل ،، زما په فکر ضروري ده د دې سوچ په ځای چې د چین سره څه کول پکار دي مونږ دا سوچ وکړو چې د امریکا او چین تجارتي روابط څنګه کېدل پکار دي. او د دې روابطو تنظیم په داسې طریقه وشي چې د دواړو معیشتونو دپاره ګټه ور وي. او داسې احساس هم ورکړي چې دا توله او شفافه دي. تر ټولو اهمه دا چې ورسره نه یوازې د دوانړو فریقېنو اقتصاد وده وکړي بلکه عالمي اقتصاد ته هم ګټه وارسۍ،،.

څېړنکاران وايي د چین سره مکمل تجارت د نه ختمولو په لړ کې دا بیان د هغه سیمې یوه ښکاره حقیقت تسلیمولو ته اشاره کوي.

د پېټرسن انسټیټیوټ فار انټرنېشنل اکنامک څېړنکار ګېري حفبار ترمخه حقیقت دا دی چې هلته ټول ملکونه د امریکا نه زیات د چین سره تجارت کوي چې د امریکا سره د تجارت په مقابله کې په تېزۍ سره زیات شوی. هغه زیاته کړه، امریکا د چین نه تجارتي لارې بېلولو کې هیڅ ګټه ته ویني.

د امریکا او چین د تجارتي شورا یوه مشر ډګ بېري وي او ای ته ویلي، د بایډن انتظامیي د یوې مشرې غړي لخوا داسی بیان راتلل مثبته خبره ده. خو هغوی به په دی لړ کې د امریکا او چین ترمنځ د لوړی کچې بحثونه لیدل غواړي. ډګ بېري وايي د دوانړو ملکونو د داخلي سیاست په سبب د څګني کال تر اخره پورې داسې امکانات نه ایني.

د کېتهرین تايي دا سفر په هغه سیمه کې په تجارتي معاملاتو کې د امریکا موجودګي د بیا ښودلو یوه کوشش دی. څېړنکاران دی سفر په حقله دا نظر هم لري چې سنګاپور ته دا سفر د بایډن انتظامیی د راتلونکي منصوبو په لړ کې ددی ښار مهمه حېثیت او رول هم واضح کول دي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG