لاس رسیدونکی لینک

 
د نړۍ په بېلا بېلو لانجمنو سیمو کې ٢٠٠٠٠٠ امریکايي عسکر پرځای دي
تازه خبر

د نړۍ په بېلا بېلو لانجمنو سیمو کې ٢٠٠٠٠٠ امریکايي عسکر پرځای دي


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د کال ٢٠١٦ د صدارتي انتخاباتو لپاره خپل کمپاین کې به ډانلډ ټرمپ لوظونه کول چې امریکا به د "نه ختمېدونکو" جنگونو څخه راوباسي.

خو د صدر منتخب کېدو وروسته، ډانلډ ټرمپ د کمپاین خپل لوظ پوره کولو کې نه دی بریالی شوی بلکې د وړاندې په مقابل کې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو شمېره زیاته شوې ده.

په موجوده وخت کې د نړۍ په بېلا بېلو لانجمنو سیمو کې د امریکې ٢٠٠٠٠٠ پوځیان موجود دي.

په افغانستان او منځني ختیځ کې جنگونه ختمول او هلته د امریکايي ځواکونو کردار کمول صدر ټرمپ په خپلو ترحیجاتو کې شامل کړي وو.

امریکې له افغانستان څخه دوه زره امریکايي سرتیري ویستي دي او ۱۲۰۰۰ لا پاتې دي.

د افغانستان څخه د امریکې د انخلا په لړ کې امریکې د طالبانو سره د خبرو لړۍ شروع کړې ده او صدر ټرمپ په دې اړه وايي، "مونږ به تر هغو پورې پاتې شو تر څو یو تړون ولرو او یا یوه بشپړه بریا او اوس طالبان ډېر سخت غواړی چې یوې موافقې ته سره ورسېږو."

په ورته وخت کې ولسمشر په نومبر کې له افغانستان څخه د لیدنې پر وخت دا هم ویلي وو چې دوی له داعش سره جګړه کې پرمختګ کړی او ددغې ډلې مشر ابو بکر البغدادي یې وژلی دی.

"په سوریه کې د داعش خلافت اوس زمونږ دی. هغه یعنې ابوبکر البغدادي مړ دی."

وروسته له هاغې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه د سوریې له شمالي برخو څخه امریکايي ځواکونه په اکټوبر کې وویستل نو د کردانو په وړاندې د ترکیې پوځي عملیاتو ته لاره پرانېستل شوه.

څو اونۍ وروسته د پینټګان په یو راپور کې راغلل چې د امریکایانو د وتلو له پرېکړې سره داعش ترهګرې ډلې د بیا جوړېدو موقع ترلاسه کړه.

د منځني ختیځ له انسټیټیوټ څخه ګېرالډ فیریسټاین وايي:

"په سوریه کې زمونږ حالت اوس ډېر نازک دی او د ټرمپ او اردوغان له موافقې مخکې وخت څخه هم ډېر پیچلی دی."

ټرمپ له سوریې څخه عراق ته سرتیري واستول چېرې چې دا مهال شپږ زره امریکايي سرتیري دیره دي.

خو هغه په سوریه کې له داعش څخه د تيلو د ځایونو د ساتلو لپاره یواځې څو سوه سرتیري پرېښي دي.

د داعش خلافت په عراق او سوریه کې زیاتره سیمې له لاسه ورکړي خو بیا هم ترهګري او او تاوتریخوالی لا هم په سیمه کې جدي ګواښ دي.

د سټراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه انتوني کورډسمن وايي:

"ایا په سیمه کې دومره ثبات شته چې د نورو سرتیرو لېږلو ته اړتیا نشي او یا په راتلونکې کې کوم پوځي اقدام و نه ګورو. نه داسې نه ده."

ټرمپ د تهران په اړه هم سخت دریځ غوره کړی دی او له اټومي تړون څخه تر وتلو وروسته یې په ایران باندې بندیزونه زیات کړي دي.

ولسمشر ټرمپ همدارنګه درې زره سرتیري سعودي عربستان ته وروسته له هاغې واستول کله چې په سپټمپر کې ددغه هېواد د تېلو په زېرمو او چڼ ځایونو باندې بریدونه شول چې تور یې د ریاض لخوا په ایران باندې ولګېدل.

څو میاشتې مخکې ټرمپ په کانګرس کې هغه هڅې رد کړې چې واشنګټن دې په یمن کې د سعودي په جګړه کې مرسته نه کوړي.

انتقاد کونکي وايي، دغه بیلا بېل غوځښتونه د بهرني سیاست په برخه کې روښانه انځور نه ورکوي.

د سټراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه انټوني کوردسمن وايي:

"مونږ ددغې شخړې د پای ته رسېدو په برخه کې یو روښانه تګلاره نه لرو. نو کله چې تاسو دې سیمې ته ګورئ نو دا ستونزې ډېرې جدي دي او په لویدیځه غاړه او د فلسطین د مسلې په اړه زمونږ له نوي دریځ سره چې له خپلو متحدینو سره پرې مشوره هم نه وه کړې دا ستونزې نورې هم زیاتې شوې دي."

په ورته وخت کې امریکا په جنوبي کوریا کې ۲۸ زره سرتیري لري.

د شمالي کوریا له رهبر کېم سره د ټرمپ خبرې ناکامه شوې تر څو پیانګ یانګ د توغندیو ازموینې ودروي.

د شمالي کوریا چارواکو دا خبرداری هم ورکړی ددې کال په پای کې به د کرسمېس ډالۍ هم واستوي.

له بروکینز انسټیټیوټ څخه مایکل اولان وايي: کېم جان اون هڅه کوي د ټرمپ پام ځان ته واړوي.

د امریکا له نږدې ۱.۳ میلیونه وسلوالو ځواکونو څخه نږدې دوه لکه سرتیري په ګرده نړۍ کې پراته دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG