لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: د طالبانو او نورو ډلو سره مثبت مذاکرات دوام لري

صدر ټرمپ د کانگرس ایوان بالا او د استازو ایوان مشترکه غونډې ته وویل د طالبانو سره په مثبت ډول خبرې دوام لري
صدر ټرمپ د کانگرس ایوان بالا او د استازو ایوان مشترکه غونډې ته وویل د طالبانو سره په مثبت ډول خبرې دوام لري

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د افغان طالبانو او نورو ډلو سره مثبتې خبرې روانې دي او په دغه خبرو کې د پرمختگ وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شمېره کې کمی کولی شي.

د نهې، سه شنبې، په ماسخوتن د امریکې کانگرس یوې غونډې ته د سټېټ اف دي یونین تقریر کې صدر ټرمپ وویل په هغه سیمو کې به د امن دپاره کوښښونه کولی شي چرته چې د کلونو راهسې امریکايي ځواکونو په جنگونو کې ښکیل دي.

هغه وویل د افغانستان او عراق په جگړو کې د کال ٢٠٠١ راهسې شا او خوا ٧٠٠٠ امریکايي عسکر وژل شوې او د ٥٢٠٠٠ نه زیات نور عسکر زخمیان شوې دي.

په افغانستان کې د جنگ په اړه صدر ټرمپ وویل وخت راغلی چې د امن دپاره کوښښونه وکړی شي. هغه زیاته کړه چې طالبان هم امن غواړي.

د تېرې څه مودې راهسې په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خاص استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره د مذاکراتو څو ناستې کړې دي. بله ناسته د فېبرورۍ د میاشت په ٢٥ نېټه کېدونکې ده.

ښاغلي خلیلزاد او هم طالبانو په خبرو کې د پرمختگ څرگندونې کړې دي.

صدر ټرمپ د کانگرس ایوان بالا او د استازو ایوان مشترکه غونډې ته وویل د طالبانو سره په مثبت ډول خبرې دوام لري. "ځما حکومت د یو شمیر افغان ډلو سره مثبت مذاکرات کوي چې پکې طالبان هم شامل دي. په خبرو کې د پرمختگ وروسته به مونږ په خپلې موجودگۍ او په ترهگرۍ توجه کې د کمي جوگه شو."

صدر ټرمپ زیاته کړه چې په افغانستان کې د سیاسي حل دپاره په "مذاکراتو کې چټکتیا" راوستل شوې ده او وې ویل په امریکايي عسکر په افغانستان کې ډیر په مېړانه جنگېدلې دي. " د دوی د زړه ورتیا په سبب مونږ د دې جوگه شوي یو چې د دې خونړي جنگ سیاسي حل ولټوو."

امریکايي صدر وویل د جاني تلفاتو ترڅنگ د افغانستان او عراق په جنگونو اووه کرب ډالر مصرف شوې دي.

صدر ټرمپ د شام څخه هم د امریکايي ځواکونو د انخلا اعلان کړی دی. امریکايي ځواکونو د ٢٠١۴ راهسې په شام کې د داعش وسله والې ډلې خلاف جگړه پېل کړې وه.

صدر ټرمپ وویل په داسې حال کې چې د شام زیاتره برخه د "وینې تږې بلاگانو" یعنې داعش د منگولو نه ازاده کړې شوې ده او امریکا د خپلو ائتلافیانو سره د داعش باقیات د ختمولو په لړ کې مرسته کوي "وخت راغلی چې مونږ خپلو زړه ورو جنگیالو ته کور ته په راتگ تود هرکلی ووایو."

This item is part of
XS
SM
MD
LG