لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ډانلډ ټرمپ په کابینه کې د وزیرانو پیژندگلو


صدر ډانلډ ټرمپ
صدر ډانلډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د ډونالد ټرمپ د کابیني دوه وزیران او د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر تائید کړي دي

له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د ۲۰ وزارتونو او لویو ادارو د کاندیدانو استماعیه غونډې پیل شوې دي او سناتوران هڅه کوي چې د نومول شویو کسانو برخلیک ژر معلوم کړي.

سي آی اي

د متحدو ایالتونو سنا په خپلې وروستۍ پرېکړې کې، مایک پمپیو، د امریکا د ملي استخباراتو ( سي آی ای) د مشر په توګه تائید کړ.

د ښاغلي پمپیو د تائید او رد غونډه د دوشنبې د ورځې په ماښام وشوه، چې ۶۶ سناتورانو د تائید او ۳۲ نورو د رد رایې ورکړې.

د سنا له تائید سملاسې وروسته ښاغلي پمپیو د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، مایک پنس، په لاس خپل هېواد او خلکو ته د وفادارۍ او خدمت لوړه وکړه.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ډلې د امریکا له سناتورانو غوښتي وو چې باید مایک پمپیورتائيد نکړي. د بشري حقونو د څار ډله اندېښنه لري که مایک پمپیو د دغې ادارې مشر شو، بشري حقونه به ډېر زیامن شي. پر هغه د مسلمانانو پر ضد د نفرت پاروونکو څرګندونو تور هم دی.

بهرنیو چارو وزارت

د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې، رکس ټیلرسن هم تائید کړ، چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر شي. د هغه لپاره رایه اچونه هم د دوشنبې په ماښام وشوه، چې ۱۱ د تائید او ۱۰ در رایې ورکړې.

ټاکل شوې چې راروانه اونۍ به د سنا په عمومي غونډه کې د هغه د تائید او رد ټاکنه وشي. ښاغلی ټیلرسن د اکسن موبل د تیلو د شرکت مشر و، چې له روسیې او د روسیې له مشر ولاديمیر پوتین سره یې نژدې اړیکې لري.

ښاغلي پوتین یو وارې هغه د ملګرتیا په مډال هم ویاړلی و.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا نه اخیستل شوی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG