لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د مامورنیو د مخالفت پرته یو شمېر چارواکو ته د امنیت سندونه ورکړي


د ایوان نمایندگان د حکومت په چارو د نظر ساتنې او د اصلاحاتو د کمېټۍ مشر کانگرس مېن الیجا کمنگز
د ایوان نمایندگان د حکومت په چارو د نظر ساتنې او د اصلاحاتو د کمېټۍ مشر کانگرس مېن الیجا کمنگز

د وایټ هاوس یوې چارواکي د امریکې د کانگرس تحقیق کونکو ته ویلي د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت ٢٥ داسې مامورینو ته نېشنل سکیورټي کلیرنس یا په قامي کچه د امنیت سندونه ورکړي دي چې امنیتي مامورینو یې د سندونو دپاره خواستونه رد کړي وو.

ټریشا نیوبولډ چې د تېرو ١٨ کلونو راهسې په بېلا بیلو حکومتونو کې یې د سکیورټي کلیرنس په څانگه کې خدمات ترسره کړې دي، د کانگرس د ایوان نمایندگانو د حکومت په کار د نظر ساتني کمېټۍ تحقیق کونکو ته وویل صدر ټرمپ چې کومو مامورینو ته سکیورټي کلیرنس یا د امنیت سندونه ورکړي، یو شمېر پکې په موجوده وخت کې په وایټ هاوس کې دندې ترسره کوي، ځینې پکې د صدر ټرمپ مرستیالان دي او ځینې نور د حکومت په نورو برخو کې کار کوي.

مېرمن نیوبولډ وويل که څه هم ډانلډ ټرمپ د صدر په حیث د امنیتي مامورینو د اعتراضاتو پرته د خپلې ادارې مامورینو ته د نېشنل سیکورټي کلیرنس، د امنیت سند، د ورکولو اختیار لري خو کومو ٢٥ کسانو ته چې د صفايي ضمانتونه ورکړی شي ضروري نه ده چې دغه د "قامي امنیت په بهترین مفاد کې وي."

د کانگرس د ایوان نمایندگانو د هاوس اورسایټ اینډ ریفارم کمیټي یعنې د حکومت په چارو د نظر ساتنې او د اصلاحاتو کمېټۍ مشر الیجا کمنگز د کمېټۍ غړو ته وویل د صدر ټرمپ د حکومت کومو مامورینو ته چې د امنیت سندونه ورکړی شوې دي یوشمېر پکې داسې معاملو سره مخامخ دي چې په بنیاد یې سکېورټي کلیرنس دپاره نااهل ټاکل کیدی شي. هغه ووېل د نااهلۍ په دغو عواملو کې د خاري ملکونو اثر، د مفاداتو ټکر، د تشویش وړ شخصي چلند، مالي مسایل، د نشۍ توکو استعمال او مجرمانه چلند غوندې ستونزې شاملې دي.

نیوبولډ تحقیق کونکو ته وویل کله چې هغې د سکیورټي کلیرنس په معامله د خپلې څانگې دننه تشویش څرگند کړو نو نوکري او تنخا یې وځنډول شوه.

هغې وویل بیرته په تگ ویریږي.

خو هغې وویل دغه معلومات یې ځکه افشا کړل چې خاموشه پاتې کېدل به یې نه د هغې د "ځان، نه ځما د ملک او نه هم ځما د بچو" خدمت و.

د ډانلډ ټرمپ د حکومت کومو مامورینو ته چې د اعتراضاتو باوجود هم سکیورټي کلیرنس ورکړی شوی دی نومونه یې نه دي څرگند کړی شوي خو د کانگرس کمېټۍ د صدر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، د هغې خاوند جېرډ کشنر او د امرېکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن ته د ورکړی شویو سندونو بیا کتنه کولی شي. اېوانکا او جېرډ کشنر د صدر ټرمپ د مشیرانو په دنده گمارل شوې دي.

د دې کال په شروع کې د خبري رپورټونو ترمخه د هغه وخت د وایټ هاوس مشر افسر یا چیف اف سټاف جان کېلي جېرډ کشنر ته د امنیت سند ورکولو مخالفت کړی وخو صد ټرمپ په شخصي توگه مداخله کړې وه، د جان کېلي اعتراض یې رد کړو او جېرډ کشنر ته د سکیورټي کلیرنس ورکړی شو. ویل کېږي چې جان کېلي د صدر دغه گام دومره پریشانه کړی وو چې هغه یې ذکر په خپل یاداست کې هم وکړو.

د فاکس ټیلې وژن سره مرکه کې جېرډ کشنر د وایټ هاوس په طریقه کار د څه ویلو نه ډډه وکړه خو وې ویل هغه د سکیورټي کلیرنس د ضوابطو پابندي کړې ده.

کانگرسمېن الیجاکمنگز وایټ هاوس ته په یو خط کې په دې معامله کې یې سپېنې ماڼۍ نه د مرستې غوښتنه کړې ده خو دغه مرسته ورسره نه ده شوي، د هغه کمېټۍ ته مطلوبه معلومات نه ورکول کیږی او دا رنگ کمېټي خپل ائیني ذمه وارۍ نشي پوره کولی.

د کمنگز کمیټي به د نهې، سه شنبې، په ورځ رای ورکوي چې ایا د نیوبولډ پخوانی مشر کارل کلاین چې داوخت په دفاع وزارت کې خدمات ترسره کوي، او پنځه نور د وایټ هاوس پخواني او موجوده د بیانونو ورکولو دپاره راوغوښتل شي او که نا؟

د کمېټۍ د واک من ریپلیکن پارټۍ غړی کانگرسمین جېم جورډن د کمېټۍ مشر او ډیموکرېټک پارټۍ رکن الیجا کمنگز الزام لگولی چي په صدر سیاسي حمله کوي او د سرکاري افسرانو شخصي معلومات راټولوول غواړي.

وایټ هاوس د سکیورټي کلیرنس په معامله لا څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG