لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اختیار په ناجایز استعمال او د کانگرس په مخه نیولو به د صدر ټرمپ مواخذه کوي، د ډیموکرېټک پارټۍ اعلان


د کانگرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان د قانوني چارو کمېټۍ مشر، د ډیموکرېټک پارټۍ جېري نېډلر، د کانگرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل ډانلډ ټرمپ د خپل اختیار په ناجایز استعمالولو کې یوکرېن نه غوښتلي چې د کال ٢٠٢٠ په صدارتی انتخاباتو لاس وهنه وکړي
د کانگرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان د قانوني چارو کمېټۍ مشر، د ډیموکرېټک پارټۍ جېري نېډلر، د کانگرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل ډانلډ ټرمپ د خپل اختیار په ناجایز استعمالولو کې یوکرېن نه غوښتلي چې د کال ٢٠٢٠ په صدارتی انتخاباتو لاس وهنه وکړي

د امریکې په کانگرس کې د حزب اختلاف د ډېموکرېټک پارټۍ غړو د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د واک اختیار په ناجایز استعمال او د کانگرس د مخه نیولو په سر به د صدر ډانلډ ټرمپ مواخذه کولی شي، یا د صدارت دپاره به د هغه د نااهله کولو کوښښ کوي.

د کانگرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان د قانوني چارو کمېټۍ مشر، د ډیموکرېټک پارټۍ جېري نېډلر، د کانگرس په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل ډانلډ ټرمپ د خپل اختیار په ناجایز استعمالولو کې یوکرېن نه غوښتلي چې د کال ٢٠٢٠ په صدارتی انتخاباتو لاس وهنه وکړي.

د مواخذې د دوېمې مادې په اړه جېري نېډلر وویل صدر ټرمپ د یوکرېن سره د هغه د لېن دېن په اړه د کانگرس د تحقیقاتو مخه نیولې ده.

جېرې نېډلر وویل د ریپلېکن پارټۍ صدر ټرمپ د امریکې د قامي مفادو په مقابل کې خپلو شخصي گټو ته ترجیح ورکړي او د امریکې ولس او قام گټې یې په خطر کې اچولې دي. "هیڅ څوک هم، عن دا چې صدر، هم د قانون نه اوچت نه دی."

د ډېموکرېټک پارټۍ د کانگرس غړو په دغو دوو مادو، د واک اختیار په ناجایز استعمال او د کانگرس مخه نیولو، په سر د صدر ټرمپ د مواخذې اعلان د تېرو څو میاشتو راهسې په هاوس اف رېپرېزېنټېټېوز کې د مواخذې په لړ کې د تحقیقاتو او او اورېدنو وروسته وکړو.

صدر ټرمپ چې په مختلفو موضوعاتو خپل دریځ په سمدستي توگه په ټوېټر څرگندوي، لا د ډیموکرېټک پارټۍ په اعلان څه نه دي ویلي.

خو هم د نهې په ورځ یې په یو ټوېټر پیغام کې ووېل د هغه مواخذه "مکمل سیساي لېونتوب دی. هغه په ټوېټر خپل دریځ کې وویل هیڅ غط کار یې نه دی کړی.

د ډیموکرېټک پارټۍ د مواخذې د مقدمې ټوله توجه د سږ کال د جولای د ٢٥ نېټې هغه خبرې دې چې صدر ټرمپ په ټېلې فون د یوکرېن صدر ولادومیر زلنسکي سره وکړي او ډانلډ ټرمپ پکې د ښاغلي زلنسکي نه وغوښتل چې "ما سره یوه ښېگړه وکړه" او د یوکرېن د تېلو او گېسو "برېزما" نومې کمپنۍ په اړه د بډو رشوتونو تحقیقات شروع کړه.

د یوکرېن په دغه کمپنۍ کې هنټر بایډن په لوې معاش کارکوی. هنټر بایډن د جو بایډن زوی دی. جو بایډن په ٢٠٢٠ کې کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ډیموکرېټک پارټۍ امیدوار او د صدر ټرمپ حریف دی.

صدر ټرمپ ولادومیر زلنسکي ته دا تجویز هم ورکړو چې یوکرېن دې په دې اړه هم تحقیقات وکړي چې د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې روس نه یوکرېن مداخلت کړی و خو امریکايي تحقیقات څرگندوي په دغو انتخاباتو کې روس مداخلت کړی و، نه چي یوکرېن.

د ډیموکرېټک پارټۍ د کانگرس غړي وايي صدر ټرمپ د خپل سیاسي حریف د کمزوري کولو په خاطر یوکرېن نه د امریکې په صداراتي انتخاباتو کې د مداخلت غوښتنه کړې ده. خو صدر ټرمپ او د هغه واک من ریپلېکن پارټي دا خبره ردوي.

د صدر ټرمپ د مواخذې په اړه د ډیموکرېټک پارټۍ د اعلان وروسته، امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن وویل د امریکې په سیاست کې دا یوه تاریخي ورځ ده او د ډانلډ ټرمپ به د هیواد په تاریخ کې څلورم صدر وی چې د مواخذې سره به مخامخ کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG