لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د صدر ټرمپ حملو په مطبوعاتو د خلکو اعتماد کمزوری کړی


د سي پي جې د څیړنې مصنف او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخواني مدیر (اېډیټر) لیونارډ ډاوني جونیر وي او ای ته وویل په دنیا کې داسې مثالونه لیدل کېدی شي چې په نورو ملکونو کې نور مشران د صدر ټرمپ نه هم وړاندې تللي دي، په مطبوعاتو یې قدغنونه لګولي دي او خبریالان یې ګرفتار کړي دي
د سي پي جې د څیړنې مصنف او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخواني مدیر (اېډیټر) لیونارډ ډاوني جونیر وي او ای ته وویل په دنیا کې داسې مثالونه لیدل کېدی شي چې په نورو ملکونو کې نور مشران د صدر ټرمپ نه هم وړاندې تللي دي، په مطبوعاتو یې قدغنونه لګولي دي او خبریالان یې ګرفتار کړي دي

په داسې حال کې چې د سلګونو په شمېر کې امریکایان کرونا وایرس له امله مړه شوي دي په مطبوعاتو د صدر ډانلډ ټرمپ د ټکونو په نتیجه کې په مطبوعاتو د ولس اعتماد کم شوی دی. دا خبره مطبوعاتو د ازادۍ ادارې کمېټي ټو پروټیکټ جرنلسټس په خپل تازه رپورت کې کړې ده.

په نیویارک کې مېشته د سي پي جې د څیړنې ترمخه، د ملک دننه او د امریکې په سرحدونو د خبرونو سرچینو، د خبریالانو ویرول کېدل او خلاف یې د خلکو د بدنامه کولو په سر په مقدمو او قانوني ګامونو کې اضافه شوي ده.

اداره وايي "ځینې ماهرین په امریکا کې د مطبوعاتو ازادۍ ته د بقا خطر ویني" او وايي ځینې امرایه خارجي رهبران په مطبوعاتو د صدر ټرمپ حملو زړه ورکړي او په خپلو ملکونو کې يې یا خو په مطبوعاتو قدغنونه لګولي او یا یې بې باوره کړي دي. "

د سي پي جې د څیړنې مصنف او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخواني مدیر (اېډیټر) لیونارډ ډاوني جونیر وي او ای ته وویل په دنیا کې داسې مثالونه لیدل کېدی شي چې په نورو ملکونو کې نور مشران د صدر ټرمپ نه هم وړاندې تللي دي، په مطبوعاتو یې قدغنونه لګولي دي او خبریالان یې ګرفتار کړي دي.

هغه وویل په ډیرو ملکونو کې خلکو هم د صدر ټرمپ په رنګ الفاظ هم استعمال کړي دي او د "فېک نیوز" یا د جعلي خبرونو ‌‌ذکر کوي، صدر ټرمپ هم وخت په وخت د مطبوعاتو په اړه دغه اصطلاح استعمالوي.

د سي پي جی په رپورټ کې د یو اېس پرېس فریډم ټرېکر نومې اداره څیړنه هم شامله ده. دغه اداره د یو شمیر امریکايي خبري ادارو اتحاد دی چې په مطبوعاتو د حملو او د صحافتي ادارو د ویرول کېدو پېښې ثبتوي او د دې خبرې تفصیل هم ساتي چې د صدرا ټرمب انتظاميي تر څومره حد پورې حکومتي معلوماتو ته د رسايي مخه نیولي ده او د مطبوعاتو د مالکانو په مالي چارو کې د صدر ټرمپ مبینه لاس وهنه.

وایټ هاوس د سي پي جی په رپورټ د دریځ دپاره د وي او ای غوښتنې نه ځواب وه نه وېلو.

په رپورټ کې په تېرو دریو کلونو کې خبریالانو ته د دړکو ذکر شوی دی. د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن او باسټن ګلوب نومې ورځپاڼې ته د مرګ دړکې ورکړی شوي دي او په کال ۲۰۱۸ کې په نیویارک کې د سي اېن اېن دفترونو او د ډېموکرېټک پارټۍ ځینو مشرانو او نورو مامورینو ته پایپ بمونه لیږل شوي وو.

په رپورټ کې د وایټ هاوس د مواصلاتو پخواني مشر مایکل ډبکی د خبرې حواله ورکړی شوې ده چې وايي صدر ټرمپ ځکه په مطبوعاتو ټکونه کوي چې هغه یې اکثر خبرونه منفي ګني.

لیونارډ ډاوني جونیر په کال ۲۰۱۳ کې د صدر ټرمپ پېش رو براک امابا او د مطبوعاتو په تعلق هم څیړنه کړه وه او وايي د براک اباما د اته کلونو د صدارت په دوو دورونو کې مطبوعاتو ته د معلوماتو په افشا کولو د ۱۰ حکومتي کارکونکو خلاف قانوني اقدامات شوي وو خو د صدر ټرمپ په موجوده حکومت کې په تېرو دریو کلونو کې د اتوو حکومتي مامورینو خلاف د معلوماتو په افشا کولو مقدمې شروع کړی شوي دي.

د خبري سرچینو خلاف قانوني ګامونو اخیستل کېدل د براک اوباما د حکومت غلطي ده. د سي پي جی په رپورټ کې دا خبره د واشنګټن پوسټ کالم نګاره مارګریټ سولېون کوي او زیاتوي د براک اوباما حکومت یوه تګلاره جوړه کړه چې د صدر ټرمپ حکومت پرې روان دی.

مایکل کانوای د پخوان صدر رچرډ نکسن په وخت کې د صدرنکسن د مواخذې په مهال د وایټ هاوس مشیر و وايی په مطبوعاتو د صدر ټرمپ حملې د صدر نکسن د ټکونو نه زیاتې ترخي او نقصاني دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG