لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ: په کانگرس کې ناست د ډېموکریټک پارټۍ غړي مې ځوروي


صدر ټرمپ دا هفته د کانگرس ایوان نمایندگان او د سنېټ مشترکه غونډې ته وینا وکړه
صدر ټرمپ دا هفته د کانگرس ایوان نمایندگان او د سنېټ مشترکه غونډې ته وینا وکړه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په کانگرس کې د هغه تحقیقاتو سخت مخالفت کړی دی چې د ډېموکرېټک گوند غړو د هغه د کاروبارونو او تجارتي لېن دېن په اړه پېل کړې دي.

د کانگرس د نمایندگانو یا هاوس اف رېپرېزنټېټیوز یوې کمېټۍ د صدر ټرمپ د ټېکس یا د ماليي په اړه تحقیقات پېل کړې دي او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې اورېدنه پېل شوې. د کمېټۍ مشري د حکومت مخالف ډېموکرېټک گوند کوي چې تیره میاشت یې د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې په هاوس کې اکثریت ترلاسه کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر ټرمپ په ټوېټر د ایوان نمایندگان د استخباراتي چارو کمېټۍ مشر او د ډېموکرېټک پارټۍ غړی اېډم شېف په هدف کړو او وې ویل د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې په اړه هغه (شیف) څه شواهد نه دي ترلاسه کړي.

صدر ټرمپ دا خبره ردوي چې د کال ٢٠١٦ په صدارتی انتخاباتو چې هغه یې په نتیجه کې صدر منتخب شوی، روس لاس وهنه کړې وه. خو ددې پرته په حکومتي کچه د روسې مداخلت په اړه تحقیقات روان دي او اوس ډېموکرېټک پارټۍ په هاوس اف رېپرېزینټېټیوز کې د ډېموکرېټک پارټۍ په مشرۍ کې پلټنې پېل شوې.

صدر ټرمپ ددغه پلټنو په اړه وویل اوس به "د ژوند هر اړخ" ته کتنه کولی شي چې پکې د هغه شخصي ژوند او مالي معاملات شامل دي. "د دې ضرورت نشته. وړاندې هیچ چرې داسې نه دي شوي. د صدر لامحدود ځورول دي."

صدر ټرمپ وویل د ډېموکرېټک پارټۍ غړي فلېوني" شوې دي.

هغه وویل د اېډم شیف کمېټۍ چې کوم تحقیقات پېل کړې دي هدف یې سیاسي انتقام دی.

د روس سره د صدر ټرمپ د ممکنه رابطو په اړه چې کوم تحقیقات پېل شوې دي پکې پنځو تنانو ته عدالتونو په مختلفو جرمونو سزاگانې اورولې دي.

په ټوېټر خپل پېغام کې صدر ټرمپ په غټو ټکو کې وویل "پرېزېډنشل هراسمنټ" یا صدارتي ځورول دي.

د هاوس اف رېپرېزنټېټیوز په تحقیقاتو کې به د صدر ډانلډ ټرمپ د ټېکس یا ماليي دستاوېزاتو ته هم کتنه کوي. دا خفیه معلومات وی خو د کانگرس دغه کمېټې اختیار لري چې لاس رسايي ورته وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG