لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک وايي د صدر ټرمپ د کرونا وایرس په اړه پوسټ یې لېرې کړی


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د صدر ټرمپ په فېس بک پوسټ کې د فاکس ټېلې وژن سره د هغه د مرکې انټرنېټ لنک شریک شوی و چې هغه پکې ویلي وو کرونا وایرس ماشومان نشي ناروغه کوولی
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د صدر ټرمپ په فېس بک پوسټ کې د فاکس ټېلې وژن سره د هغه د مرکې انټرنېټ لنک شریک شوی و چې هغه پکې ویلي وو کرونا وایرس ماشومان نشي ناروغه کوولی

فېس بک ویلي د امریکايی صدر ډانلډ ټرمپ هغه پوسټ یا پېغام یې لېرې کړی دی چې د کرونا وایرس په باره کې د غلطو معلوماتو مخنیوي دپاره د فېس بک د تګلارې په ضد و.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د صدر ټرمپ په فېس بک پوسټ کې د فاکس ټېلې وژن سره د هغه د مرکې انټرنېټ لنک شریک شوی و چې هغه پکې ویلي وو کرونا وایرس ماشومان نشي ناروغه کوولی.

فېس بک د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د صدر ټرمپ په دغه وډیو کې غلطه دعوه شوي ده چې د کرونا وایرس په اړه د بې بنیاده معلوماتو په ضد د فېس بک د پالېسۍ خلاف ورزي ده.

ای پي وايي د فېس بک نه څو ګنټې وروسته ټوېټر هم په عارضي ډول د صدر ټرمپ د کمېپېن هغه اکاونټ وځنډوولی چې دغه وډیو پکې شریک شوی و. وروسته دغه وډیو د اکاونټ نه لېرې کړی شو.

د صدر د ټوېټر اکاونټ نه دغه وډیو بیا شریک شوی دی او ټوېټر وویل دغه ټویټ یې د کرونا وایرس په اړه د غلطو معلوماتو خلاف د تګلارې په ضد دی. ټویټر وویل کله یو ټویټ د ټویټر د تګلارې خلاف ورزي وکړي نو لیکونکي ته وویل شي چې دغه پېغام لېرې کړي او په ټویټ لیکونکی تر هغه وخت پورې پابندي ولګوي ترڅو هغه خپل پوست لېرې کړی نوي.

ای پي وايي دا لومړی ځل نه دی چې فېس بک د صدر ټرمب پوسټ لېرې کړو خو فېس بک وویل دا لومړی ځل دی چې د کرونا وایرس په اړه یې د صدر ټرمپ پوسټ لېرې کړو ځکه چې په دغه پوسټ کې د کرونا وایرس په اړه غلط معلومات خپرېدل.

ای پي په خپل رپورټ کې دا نه دي ویلي چې صدر ټرمپ او یا وایټ هاوس د فېس بک د اقدام په اړه څه دریځ څرګند کړی دی او که نا؟

ای پي وايي یو شمېر څېړنو ښودلي چې د لویو په مقابل کې ماشومانو ته د کرونا وایرس د لګیدو امکان کم دی خو دا یې نه ده ثابته کړي چې ګن ماشومان د وایرس نه بیخي محفوظ دي، څنګه چې صدر د فاکس ټېلې وژن سره مرکه کې ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG