لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په سېنټ کې د صدر ټرمپ د مواخذې اورېدنه دوام لري


سېنټ ته د گواهانو د رابللو فیصله د صدر ټرمپ د واک من ریپبلېکن پارټۍ په لاس کې ده چې په سېنټ کې اکثریت لري او د صدر ټرمپ د مواخذې مخالفت کوي، وايي صدر د نااهله کېدو جوگه هیڅ کار نه دی کړی
سېنټ ته د گواهانو د رابللو فیصله د صدر ټرمپ د واک من ریپبلېکن پارټۍ په لاس کې ده چې په سېنټ کې اکثریت لري او د صدر ټرمپ د مواخذې مخالفت کوي، وايي صدر د نااهله کېدو جوگه هیڅ کار نه دی کړی

د امریکې په سېنټ کې د صدر ډانلډ ټرمپ د مواخذې اورېدنه روانه ده او زیارت، پنجشنبه، اخېرۍ ورځ ده چې د سېنټ غړی به د صدر د دفاع ډلې او د کانگرس د ایوان نمایندگانو استازو نه پوښتنې کوي او په دې خبره به بحث کوي چې ایا د سېنټ اورېدنې ته نور گواهان راوغوښتل شي او که نا؟

د حزب اختلاف د ډیموکرېټک پارټۍ د کانگرس غړي چې په ایوان نمایندگان کې اکثریت لري او د صدر ټرمپ د نااهله کولو دپاره یې د مواخذې دوه مادې د ووټونو په لوې اکثریت منظور کړي دي او په ایوان کې یې د گواهانو بیانونه اورېدلي وو، غوښتنه کوي چې د سېنټ بحث ته دې هم نور گواهان راوبلل شي.

سېنټ ته د گواهانو د رابللو فیصله د صدر ټرمپ د واک من ریپبلېکن پارټۍ په لاس کې ده چې په سېنټ کې اکثریت لري او د صدر ټرمپ د مواخذې مخالفت کوي، وايي صدر د نااهله کېدو جوگه هیڅ کار نه دی کړی.

ډیموکرېټک پارټۍ د صدر ټرمپ خلاف د دوه مادې سېنټ ته لېږلې دی. د کانگرس د ډیموکرېټک پاټۍ غړو په صدر ټرمپ د واک اختیار د ناجایز استعمال او د کانگرس د مخه نیولو الزامات لگولي دي وايي په دې بنیاد دې ډانلډ ټرمپ د صدارت دپاره نا اهله وټاکل شي.

په سېنټ کې د مواخذې په ارونه کې دا وخت توجه د امریکې د قامي سلامتیه پخواني مشیر جان بولټن ته اوړېدلې ده. جان بولټن په خپل چاپ کېدونکي کتاب کې لیکلي دي چې صدر ټرمپ ورته ویلي وو هغه یوکرېن ته د ٣٩١ مېلین ډالرو پوځي امداد ایسار کړی دی. د بولټن ترمخه امریکايي صدر ورته ویلي وو تر څو د یوکرین صدر ولادومېر زلسنکي د جوبایډن او د هغه زوي هنټر بایډن خلاف د بدعنوانۍ د تحقیقاتو اعلان ونکړي یوکرېن ته به پوځي امداد نه ورکوي.

د ډیموکرېټک پارټۍ جوبایډن د کال ٢٠٢٠ په صدارتي انتخاباتو کې امیداوار او د صدر ټرمپ حریف دی.

د کانگرس د ډیموکرېټک گوند غړي وايي جان بولټن دې د سېنټ اورېدنې ته راوبلل شي خو د ریپلېکن گوند اکثریت غړي وايي د یوکرېن پوځي امداد په منجمد کولو کې صدر ټرمپ هیڅ غلط کار نه دی کړی او ریپلیکن غړي د نورو گواهانو او یا د نورو ثبوتونو مخې ته د راوړلو مخالفت کوي.

په ایوان نمایندگانو کې د اورېدنې په مهال وېل شوي وو چې جان بولټن یوکرېن ته د امداد په وردولو تشویش څرگند کړی و او د وایټ هاوس د چارواکو ترمخه په یوه موقع یې دغه معامله د "ډرگ ډیل" یا د نشۍ توکو د سودا په نامه یاده کړې وه او ځان یې ترې لرې ساتلی و.

په ایوان نمایندگان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د استخباراتي چارو کمېټۍ مشر اېډم شېف د سېنټ په غړو غږ کړی چې په خپله دې د جان بولټن د رېښتیا والي جاج واخلي او اوریدنې ته دې هغه راوغواړي.

خو د ټرمپ یو وکیل ویلي ایوان نمایندگان په تادۍ کې د صدر ټرمپ خلاف د مواخذې "نیم پاخه" الزامات منظور کړې دي او که چېرې سېنټ ته د نورو گواهانو ته د رابللو لړۍ پېل کړی شوه نو د مواخذې دا مقدمه به څو میاشتو ته وغځېږي.

که څه هم ایوان نمایندگان د صدر ټرمپ د نااهلۍ په حق کې ووټ ورکړی دی خو په سېټن کې د ریپلیکن گوند اکثریت دی او دا امکان ډیر کم لیدل کېږي چې د مواخذې په حق کې به په دریو کې دوه ووټونه واچول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG