لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې منلو پرضد اختلاف په زیاتیدودی


د فلسطین په غزه ښار کې فلسطینیانو د صدر ټرمپ د متوقع اعلان پرضد احتجاج کې د امرېک بیرغ ته اور لگولی
د فلسطین په غزه ښار کې فلسطینیانو د صدر ټرمپ د متوقع اعلان پرضد احتجاج کې د امرېک بیرغ ته اور لگولی

فلسطینیانو، عرب او اسلامي هیوادونو نن د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هغه امکاني اعلان ته سخت غبرگون ښودلی دی چې هغه به پکې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې (پایه تخت) په توگه ومني.

د فلسطيني صدر محمود عباس ترجمان ویلي صدر ټرمپ ښاغلی عباس د نهې، سه شنبې، په ورځ د خپلې ارادې نه خبر کړو چې بیت المقدس (یروشلم) به د اسرایل د پایه تخت په توگه تسلیموي.

"د صدر عباس دریځ ډیر واضح دی که چرې د امریکې سفارتخانه یروشلم ته منتقل کړی شوه نو دا به د نړي والو قوانینو خلاف وي او زمونږ له اړخه به د قبلولو وړ نه وي،" د محمود عباس ترجمان نبیل ابو روبینه وویل.

فلسطینیان د یروشلم ښار ختیځه یا مشرقي برخه د خپل اینده ریاست سرښار گڼي نو ځکه یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې منتقلي او یروشلم د اسرایل د پایه تخت په توگه د منلو د امریکايي اقدام مخالفت کوي.

د عرب هیوادونو اتحاد، عرب لیگ، خبرداری کړی که چرې امریکې یروشلم د اسرایل د پایه تخت په توگه تسلیم کړو نه دا به د عربانو پرضد "څرگنده حمله" وي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوغان او د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي، چې د واشنگټن نژدې ملگري دي، دواړو د صدر ټرمپ د متوقع اعلان مخالفت کړی دی.

"عراقي حکومت په ټوله سيمه او په نړۍ ددې فېصلې د اثراتو په اړه خبرداری کوي، چې د فلسطینیانو، عرب او اسلامي نړۍ او د نورو مذهبونو حقونه د نظر نه غورځوي،" ښاغلي العبادي وویل.

عراقي وزیراعظم زیاته کړه چې یروشلم د ټولو مذهبونو او قامونو په یو ځای د اوسیدو علامت دی او یوه ډله هم دا حق نه لري چې په دې مسله یوه اړخیزه فېصله وکړي.

ملگرو ملتونو هم د صدر ټرمپ په فېصله خپل تشویش څرگندونه کړې ده او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ کړکیچن حالات نور هم خراب کړي.

د ملگرو ملتونو ترجمان سټیفان ډوجارک وویل " د ملگرو ملتونو مشر ویلي هغه په مستقل ډول دا خبرداری کوي داسې قسمه قسمه یوه اړخیزه فېصله دې وه نکړی شي چې په نتیجه کې یې د دوو ریاستونو حل په خطر کې غورځیدلی شي."

وایټ هاوس ویلي صدر ټرمپ د خپلې فېصلې په اړه د منځني ختیځ گڼ شمیر مشرانو سره خبرې کړې دي چې پکې د فلسطیني صدر محمود عباس ترڅنگ د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېټن ياهو، د اردن صدر عبدالله، د مصر صدر عبدالفتح السيسي او د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز السعود شامل دي.

د اردن شاه عبدالله هم ويلي چې د امريکايي سفارتخانې بېت المقدس ته وړلو سره به مسلمانان او عيسايان دواړه خفه شي.

سعودي عرب هم د صدر ټرمپ په پرېکړه د ناخوښۍ څرګندونه کړې ده او دغه ګام يې په منځني ختيځ کې د امن هڅو دپاره ضربه بللې ده.

د اسلامي هیوادونو نه علاوه ځینې غربي هیوادونو هم د صدر ټرمپ په متوقع اعلان اندیښمني څرگنده کړې ده.

په برسلز کې د نیټو په یوه غونډه کې د شرکت وړاندې د برطانيي خارجه وزیر بورس جانسن چې د صدر ټرمپ فېصلې ته د تشویش په نظر کتنه کوي. "زمونږ خیال دی چې یروشلم دې د اسرایلیانو او د فلسطینیانو ترمنځ د حتمې مفاهمت برخه وي."

د صدر ټرمپ د اعلان په سر د امریکې یورپي اېتلافي هیوادونه هم اندیښمن دي او د یورپي یونین سفارتکارانو د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن برسلز ته په سفر د روایاتو برعکس سوړ هرکلی وکړو.

د رېکس ټېلرسن سره مشترکه خبري غونډې ته ویناکې د دیورپي یونین د خارجه چارو مشرې فریډریکا موگریني وویل د صدر ټرمپ د اعلان په نتیجه کې به په منځني ختیځ کې د امن کوښښونه د خطر سره مخامخ شي.

او د فرانس صدر ایمینول میکرا د صدر ټرمپ سره په ټیلي فون خبرو کې هغه د خپل مخالفت نه خبر کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG