لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: ایف بي ايي دې د سپریم کورټ ممکنه جج خلاف د جنسي تېري الزام وڅیړي


کرسټین بلازي فورډ او برېټ کېوانو
کرسټین بلازي فورډ او برېټ کېوانو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هېواد مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ته امر کړی دی چې د سپریم کورټ دپاره نامزد شوي جج برېټ کیوانو خلاف د جنسي تېري الزام وڅیړي.

مېرمن کرسټین بلازي فورډ الزام لگولی چې ښاغلي کېوانو په هغې د سکول په زمانه کې جنسي تېری کړی.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل ایف بي ايي به په محدوده کچه او د هفتې نه په کم وخت کې د برېټ کېوانو خلاف د الزام تحقیقات سر ته رسوي.

د سپریم کورټ دپاره د بریټ کېوانو تقرري منظورولو او یا د ردولو په اړه دا وخت د امریکې د سنېټ د عدالتي چارو کمېټۍ اورونه روانه ده.

یوه ورځ وړاندې د کمېټۍ په اورونه کې مېرمن کرسټین بلازي فورډ وویل چې برېټ کیوانو پرې په کال ١٩٨٢ کې جنسي تېری کړی و. دا هغه وخت و چې دواړه په یو سکول کې وو.

بریټ کېوانو د کرسټین بلازي فورډ الزام په کلکه ردوي.

بریټ کېوانو او د کرسټین بلازي فورډ دواړو ویلي چې په دغه لانجه کې به د ایف بي ايي د پلټنو ملاتړ کوي.

د جمعې په ورځ ایف بي ايي ته د صدر ډانلډ ټرمپ د تحقیقاتو امر ښايي چې حکومت د خپل وړاندېني دریځ نه په شا شو. کله چې د برېټ کېوانو خلاف الزامات مخې ته راغلل نو حکومت وویل چې د هغه په اړه تحقیقات شوث دي او صفا دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG