لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: روس راسره په انتخاباتو کې مرسته نه ده کړې


د شورو، چهارشنبې، په ورځ رابرټ مولر په انصاف وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل په تحقیقاتو کې دې پوښتنې ته کتنه نه کېدله چې ایا صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني اقداماتو مخه نیولي ده که او که نا؟ ځکه چې داسې کول د انصاف وزارت په ضوابطو کې نشته
د شورو، چهارشنبې، په ورځ رابرټ مولر په انصاف وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل په تحقیقاتو کې دې پوښتنې ته کتنه نه کېدله چې ایا صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني اقداماتو مخه نیولي ده که او که نا؟ ځکه چې داسې کول د انصاف وزارت په ضوابطو کې نشته

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې ورسره روس ملاتړ نه دی کړی.

صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې خبریالانو سره په یوه لیدنه کې هغه سره د روس د ملاتړ خبره رد کړه. "روس ما سره بېخي مرسته نه ده کړې."

هغه وویل د روس سره د هغه نه زیاته سخته رویه بل کوم صدر نه ده خپله کړې.

د ډانلډ ټرمپ د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د امریکې د انصاف وزارت خاص صلاحکار رابرټ مولر وویل د کال ٢٠١٦ په صدارتي انتخاباتو کې د روس د لاس وهنې شواهد موندل شوې دي. مولر د تېرو دوو کلونو راهسې په دې اړه تحقیقات کول او د مارچ په میاشت کې یې خپل رپورټ د انصاف وزارت ته وړاندې کړو.

د مولر د تحقیقاتو بنیادي ټکی دا وو چې ایا د هغه وخت صدارتي امیدوار ډانلډ ټرمپ او د روس ترمنځ څه رابطې وې او که نا؟ او ایا دا چې ټرمپ په دغو تحقیقاتو کې مداخلت کړی دی او که نا؟

د شورو، چهارشنبې، په ورځ رابرټ مولر په انصاف وزارت کې یوې خبري غونډې ته وویل په تحقیقاتو کې دې پوښتنې ته کتنه نه کېدله چې ایا صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني اقداماتو مخه نیولي ده که او که نا؟ ځکه چې داسې کول د انصاف وزارت په ضوابطو کې نشته.

د دې پرته چې د رابرټ مولر په تحقیقاتو کې شا او خوا ١٢ داسې مثالونه موندل شوي چې ښايي صدر ټرمپ د انصاف یا د قانوني گامونو لاره نیولي ده مولر خبري غونډې ته وویل د انصاف وزارت زوړ اصول دی چې د موجوده صدر خلاف د کومې سرغړونې په سر قانوي گام نشي اخیستل کیدی، یا په هغه فرد جرم نشي لگول کېدی.

رابرټ مولر وویل هغه د انصاف وزارت د دغه اصول پابند وو. "په صدر د جرم الزام لگول زمونږ دپاره د کتنې لار نه وه."

رابرټ مولر وویل د امریکې ائین دلاندې د موجوده صدر خلاف د کومې خلاف ورزۍ په سر د بلې لارې اقدامات اخیستل کیدی شي چې په نتیجه کې یې صدر د خپلې عهدې دپاره نااهل بلل کیدی شي. د نااهلۍ دغه عمل کانگرس سر ته د رسولو اختیار لري.

مولر وویل تحقیقاتو صدر ډانلډ ټرمپ بې گناه هم نه دی موندلی. "که مونږ باوري وای چې صدر په واضحه توگه کوم جرم نه دی کړی، نو مونږ به ویلي وو."

صدر ټرمپ د رابرټ مولر د تحقیقات نقاد وو او ورته یې د "وچ هنټ" یا د سیاسي انتقام نوم ورکړی دی.

صدر ټرمپ د مولر د خبري غونډې وروسته په ټوېټر وویل په صورتحال کې څه بدولون وه نشو. هغه وویل دا چا خلاف چې ثبوت نه وي نو هغه "بې گناه" وي. "کېس وتړل شو. شکریه."

صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپل معصومیت دریځ تکرار کړو او وې یې ویل "هیڅ جرم نه دی شوی...(د روس سره) هیڅ همکاري نه ده شوي."

د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ یو شمېر د کانگرس غړي غوښتنه کوي چې د رابرټ مولر د تحقیقاتو د پاېلو په سر دې په کانگرس کې د صدر ټرمپ د نااهله کوولو عمل پېل کړی شي خو د گوند مشران لا د دې په حق کې نه ښکاري.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG