لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ: په کابل کې د امریکايي عسکر د وژل کېدو وروسته طالبانو سره خبرې وځنډول شوې


 د امریکې دفاع وزارت پېنټگان کې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ نېټې د حملو د کلېزې دستورې ته صدر ټرمپ وویل څو ورځې وړاندې یې د طالبانو سره په امریکا کې خبرې ټاکلې وې خو په کابل کې د امریکايي عسکر او د ١١ نورو "بې گناه" کسانو د وژل کېدو وروسته دغه غونډه وځنډول شوه
د امریکې دفاع وزارت پېنټگان کې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ نېټې د حملو د کلېزې دستورې ته صدر ټرمپ وویل څو ورځې وړاندې یې د طالبانو سره په امریکا کې خبرې ټاکلې وې خو په کابل کې د امریکايي عسکر او د ١١ نورو "بې گناه" کسانو د وژل کېدو وروسته دغه غونډه وځنډول شوه

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په کابل کې د یو "عظیم" امریکايي عسکر د وژل کېدو ورسته یې د افغان طالبانو سره د امن خبرې وځنډولې.

د امریکې دفاع وزارت پېنټگان کې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ نېټې د حملو د کلېزې دستورې ته صدر ټرمپ وویل څو ورځې وړاندې یې د طالبانو سره په امریکا کې خبرې ټاکلې وې خو په کابل کې د امریکايي عسکر او د ١١ نورو "بې گناه" کسانو د وژل کېدو وروسته دغه غونډه وځنډول شوه.

صدر ټرمپ وویل طالبانو پام کولو چې په کابل کې د حملې دلارې به خپل لابری وښايي خو په "حقیقت کې یې چې څه وه ښودل، هغه دوامداره کمزوري ده."

امریکايي صدر وویل په تېرو څو ورځو کې "مو په خپل دښمن " د وړاندې نه زیاتې سختې حملې کړې دي او دا به دوام لري.

د ناین الېون حملو دستورې ته صدر ټرمپ وویل که ترهگر بیا امریکې ته راغلل نو پرضد به داسې طاقت استعمالوي چې دوی به وړاندې نه وي لیدلی. هغه زیاته کړه چې هغه لا د اېټمې وسلې د استعمال خبره هم نه کوي.

د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ٢٠٠١ د سپټمبر د میاشتې په یولسمې نېټې په نیویارک، پېنټگان او پېنسلوېنیا ریاست کې شویو حملېو حملو کلیزه ولمانځل شوه. په دغو حملو کې د ٣٠٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي او القاعدې د حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

د نن څخه ١٨ کاله وړاندې په دې ورځ د القاعده وسله والو د مسافرو څلور الوتکې وتښتولې وې او په نيويارک، واشنګټن او پېنسلوېنيا کې يې له ودانیو سره وجنګولې.

د دغو حملو په یاد کې خصوصي دستورې وشوې.

د حملو ذمه واري هغه وخت د القاعده مشر او باني اوسامه بن لادن اخېستې وه. بن لادنې په کال ٢٠١١ کې د امریکې خصوصي ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې ووژلو.

د ناین الېون د ١٨ کال په موقع د القاعده موجوده مشر اېمن الظواهري په خپل پېغام کې په مسلمانانو غږ وکړو چې په امریکا، پورپ، اسرائیل او روسي هدفونو حملې وکړي.

اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل چې د الوظواهري وډیو ساېټ نومې ادارې لیدلی دی چې د وسله والو په مطبوعاتو نظر ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG