لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د نوروز په مبارکۍ کې د ایران انقلابي ګارد او حکومت په غلا او ظلم تورن کړیدی


په تهران کې د تیر کال لاریون کونکي
په تهران کې د تیر کال لاریون کونکي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نوي لمریز کال (نوروز) او د پسرلي د رارسېدو په اړه په نړۍ کې په میلیونونو هغو کسانو ته مبارکي ویلي، چې دا ورځ لمانځي خو د ایران انقلابي ګارد او ددغه هېواد حکومت یې په غلا او ظلم باندې تورن کړیدی.

د نوروز په اړه له سپینې ماڼۍ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې د نوروز ریښه له ایران څخه هغه مهال پیل شوه کله چې یو ویاړلي ولس د خپل کلتور او مقاومت په زور د وخت سترې ننګونې او چلنجونه مهار کړل.

په بیان کې وړاندې راغلي دي، اوس هم د ایران خلک له دا ډول نورو ننګونو سره مخ دي او چارواکي ددې پرځای چې خلکو ته کار وکړي خپل ځان ته کار کوي.

بیان زیاتوي، ۲۶ پېړۍ وړاندې ستر داریوش (داریوش کبیر) له خدای څخه وغوښتل چې ایران له دریو ګواښونو دوښمن، وچکالي او دروغو څخه وژغوري خو دا وخت د ایران انقلابي ګارد ددغو دریو واړو استازیتوب کوي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي، چې د ایران انقلابي ګارد له تاوتریخوالي ډګ پوځ دی چې په ظلم سره د ایرانیان نه غلان کوي او بیا ترهګرو ته پیسې ورکوي.

دوی زیاتوي، له ۲۰۱۲ کال راهیسې د ایران انقلابي ګارد د ایران د ۱۶ میلیاردو ډالرو پانګه په سوریه، عراق او یمن کې په ترهګرو لګولې.

دا پداسې حال کې ده، چې د ایران خلک له لس کاله پخوا څخه ۱۵ فیصده غریب شوي، نږدې ۳۰ فیصده ځوانان بې کاره دي او عام ایرانیان حتی د نوروز د لمانځلو وس هم نه لري.

د ټرمپ په بیان کې ویل شویدي، چې د ټولو ناخوالو سره سره د ایران خلک د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او د یو پسرلي هیله لري.

په اعلامیه کې ډاډ ورکړل شوی، چې امریکا د ایران له خلکو سره د دوي د هغو هیلو د پوره کېدو په لاره کې ولاړه ده، چې غواړي ځان له نورې نړۍ سره ونښلوي او یو بامسولیته حکومت ولري چې د خپلو خلکو ګټو ته کار وکړي.

په اعلامیه کې دا خبرداری هم ورکړل شوی، چې امریکا د ایران انقلابي ګارد د خپلو خلکو او د حکومت د ناروا کړنو په اړه د ایراني لاریون کونکو سره د ناوړه چلند له امله مسول ګني.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل بیان په وروستۍ برخه کې هیله څرګنده کړې چې په نوي کال کې دغه تیاره رڼا شي او د ایران خلک له یو نوي سولیز او بختور ژوند څخه خوند واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG