لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: صدر ټرمپ د امریکايي یونیورسټۍ د استاذانو په ازادۍ کې د پاکستان په مرسته شکریه ادا کړي

د سږ کال د جولايي په میاشت کې د امریکې د سفر په مهال عمران خان په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ سره ولیدل
د سږ کال د جولايي په میاشت کې د امریکې د سفر په مهال عمران خان په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ سره ولیدل

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان په دوه اړخیزه تعلقاتو او د سیمې په مسلو خبرې کړي او د عمران خان دفتر په یو بیان کې وویل چې صدر ټرمپ په کابل کې د امریکايي یونېورسټۍ د تښتول شویو دوو پروفېسرانو د ازادۍ په بدل کې د طالب قیدیانو د ازادیدو په لړ کې د پاکستان په مرسته شکریه ادا کړه.

په دې اړه په واشنگټن کې د وایټ هاوس دریځ په سمدستي ډول مخې ته نه و راغلی، خو د پاکستاني وزیراعظم دفتر په خپل بیان کې وویل ډانلډ ټرمپ او عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټېلې فون خبرې وکړې.

د بیان ترمخه، عمران وویل په افغانستان کې د "یرغمل شویو غربي" شهریانو ازادي "مثبت پرمختگ" دی او پاکستان د هغوی په ازادۍ خوشحاله دی.

بیان وویل "صدر ټرمپ د دې مثبتې نتیجې په ترلاسه کېدو ( دقیدیانو په تبادله) کې د پاکستان په کوښښونو د وزیراعظم شکریه ادا کړه.

دا هفته، په افغانستان کې د کال ۲۰۱۶م څخه دطالبانو برامته کړي دامریکایي پوهنتون استاذان امریکایي شهري کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس ازاد کړل په بدل کې افغان حکومت درې طالب مشران انس حقاني، مالي خان او حافظ سعید ازاد کړل.

صدر ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ټوېټر دا امید څرگند کړو چې په افغانستان کې د قیدیانو د تبادلې په ترڅ کې به په جنگ ځپلې هیواد کې د اوربند سبب جوړ شي.

صدر ټرمپ دافغان ولسمشر اشرف غني هم شکریه ادا کړه چې دطالبانو سره یې دبندیانو د تبادلې گام واخیستو.

که څه هم امریکايي صدر د افغانستان په اړه د پاکستان په کردار څه ډیر ډاډ من نه ښکاري، خو د وزیراعظم عمران خان د دفتر په بیان کې وویل شو چې په ټېلې فون خپلو خبرو کې دواړو مشرانو په افغانستان کې په همکارۍ د کار کولو ژمنه وکړه.

د صدر ټرمپ حکومت د پاکستان پوځي امداد بند کړی دی او د کال ٢٠١٨ په خپل لومړي ټویټ کې امریکايي صدر وویل چې امریکې پاکستان ته په تېرو ١٥ کلونو کې ٣٣ ارب ډالرې وکرړې دي خو په بدل کې ورسره پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی.

امریکايي او افغان مامورین وايي د افغان طالبانو مشران او حقاني ډله په پاکسان کې پناه ځایونه لري او هم د هلته څخه په افغانستان کې حملې ترتبیوي.

خو پاکستان دا خبره ردوي. د صدر ټرمپ د کال ٢٠١٨ د ټویټ په ځواب کې پاکستان ویلي وو چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچول غواړي. پاکستان دا هم وايي چې د امریکې او د طالبانو په مذاکراتو کې هم مرسته کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG