لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رېکس ټېلرسن د امریکې د خارجه وزارت د څوکۍ نه لرې کړی شو


د سي ايي ای پخوانی مشر مایک پېمپیو
د سي ايي ای پخوانی مشر مایک پېمپیو

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ رېکس ټېلرسن د امریکې د خارجه وزارت د څوکۍ نه لرې کړو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله فیصله کې صدر ټرمپ د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مایک پېمپیو د رېکس ټېلرسن پرځای خارجه وزیر وگمارلو.

په دې اړه صدر ټرمپ خبریالانو ته وویل د هغه او ریکس ټېلرسن ترمنځ په یو شمیر موضوعاتو اختلاف وو خو د مایک پېمپیو او د هغه ترمنځ څه اختلافان نشته.

په ټوېټر خپل پیغام کې ډانلډ ټرمپ گینا هېسپیل د سي ايي ای مشره وگمارله. هغه وړمۍ مېرمن ده چې دغه څوکۍ ورسته وسپارل شوه.

صدر ټرمپ په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "ټولو ته امبارکیانې."

د واشنگټن نه خپریدونکې ورځپاڼه واشنگټن پوسټ وايي صدر ټرمپ رېکس ټیلرسن ته د جمعې په ورځ د خپل څوکۍ پرېښودو وینا کړې وه. ښاغلی ټېلرسن په دغه وخت د افریقې په دوره و خو بیا یې خپل سفر د وخت نه وړاندې ختم کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG