لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ دړکه کړې چې امریکا به د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مالي امداد وځنډوي


ډانلډ ټرمپ وویل داسې ښکاري چې د ډبلیو اېچ او  د توجه مرکز چین و. "مونږ به دې ته کتنه کوو. "
ډانلډ ټرمپ وویل داسې ښکاري چې د ډبلیو اېچ او  د توجه مرکز چین و. "مونږ به دې ته کتنه کوو. "

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د کرونا وایرس د خطر په اړه په مناسب ډول معلومات نه وو وړاندې کړي او امریکا به ګوري چې د ډبلیو اېچ او سره خپل مالي امداد وځنډوي.

صدر ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورخ په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل په لومړیو ورځو کې کرونا وایرس وبا نه بلل د ډبلیو اېچ او غلطي وه. د امریکايي صدر د خبرې نه دا مطلب اخیستل کېدلی شي چې ګنې ډبلیو اېچ او د چین په خاطر کرونا وایرس یوه وبا نه بلله.

ډانلډ ټرمپ وویل داسې ښکاري چې د ډبلیو اېچ او د توجه مرکز چین و. "مونږ به دې ته کتنه کوو. "

امریکا ډبلیو اېچ او ته د نورو ملکونو نه زیات مالي امداد ورکوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه کله چې د صدر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا دا به مناسب کار وي چې د وبا په مهال د ډبلیو اېچ او مالی امداد وځنډول شي نو هغه وویل هغه یې په سمدستي توګه امداد بندول نه غواړي بلکې امداد بندولو په اړه به کتنه کولی شي.

ډبلیو اېچ او د صدر ټرمپ د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د امریکايي صدر د خبرو نه څو ګنټې وړاندې د ملګرو ملتونو ترجمان سټېفني یوراک په ډبلیو اېچ او عمومي تنقید رد کړو او ویې وېل ادارې د کرونا وایرس په لړ کې ډیر کار کړی دی.

د ډبلیو ایچ او د مالي مرستې په اړه د څرګندونو نه علاوه صدر ټرمپ دا رپورټونه رد کړل چې په حکومت کې دننه یې دا خبره کېدله چې کرونا وایرس له امله به په لویه شمېره کې خلک مړه کیږي او د امریکې اقتصاد ته به ترې د کربونو ډالرو نقصان رسي.

د صدر ټرمپ د تجارتي چارو مشیر پیټر نوارو د جنورۍ به ۲۹ نېټه د امریکې د قامي سلامیته شورا ته په یو یاداشت کې د کرونا وایرس له امله کېدونکي جاني او مالي اقتصادي نقصان په اړه خبرداری کړی و.

صدر وویل هغه د ښاغلی نوارو یاداشت نه دی لیدلی او دا چې د مشیر څرګندونې د هغه "سفارش و. دا د هغه د هغه وخت احساس و."

په یو بل یاداشت کې پیټر نوارو لیکلي وو چې کرونا وایرس به وبايي شکل اخیتار کړي، د ۱۰۰ مېلین نه زیات امریکایان په مریضان او د یړ او دوو مېلین پورې امریکایان به مړه کړي.

خو صدر ټرمپ وویل هغه د دې ملک د خوشحالۍ مشر دی نه غواړي چې تباهي او بوږنونکي حالات جوړ کړي.

خو صدر ټرمپ د تجارتي چارو دپاره د هغه مشیر پیټر نوارو دا خبره ومنله چې د کرونا وایرس د شروع کېدو وروسته یې د چین څخه امریکې ته د خلکو په سفر بندیزونه پرځای کړل.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG